د جګړې د قربانیانو ملي کمېټې نن په یوه خبري غونډه کې د هېواد روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې په لوی اختر کې اوربند وکړي.

د جګړې د قربانیانو ملي کمېټې مرستیال حبیب‌الرحمان بخشي وايي، په هېواد کې وروستیو جګړو د ملکیانو او نظامیانو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه کړې او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېروالی به د وضعیت لا خرابوالي لامل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه کمېټه داسې مهال د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېروالي په اړه اندېښنه ښيي چې د جګړې د قربانیانو کورنۍ هم د طالب ډلې پالیسۍ خلاف دي. دا کورنۍ وايي، دولت او طالبان باید د وضعیت ښه‌والي لپاره خپل اختلافونو د خبرواترو له لارې حل کړي.



یلدا چې د تاوتریخوالي قرباني شوې، په هېواد کې سوله غواړي. هغه لس کاله عمر لري او ۴۰ ورځې وړاندې یې په یوه ټونس ډوله موټر کې د چاودنې له کبله مور له لاسه ورکړې او خپله هم ټپي شوې ده.

د یاد چسپکي ماین په چاودنه کې د یلدا ۹۰ سلنه وجود سوځېدلی و او د څلوېښت ورځو په تېرېدو سره یې لا هم پر وجود د سوځېدو نښې نښانې ښکاري.

یلدا چې د تاوتریخوالي قرباني ده، په هېواد کې سوله غواړي. نوموړې زیاتوي: «زما خوښېږي چې په هېواد کې مو سوله او ارامي راشي او هېڅکله نه غواړم چې جګړه وي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په همدې حال کې نوراحمد نوراني چې د کورنۍ اووه غړي یې په وروستیو نښتو کې له لاسه ورکړي وايي، ښکېل لوري باید د سولې خبرواترو مېز راوګرځي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

هغه وايي: «تلپاتې او باعزته سوله غواړو او د افغانانو غږ دې واورېدل شي. که هېواد کې له ولسواک نظام سره چې خلک یې غواړي، تلپاتې او باعزته سوله راشي، موږ به هغوی وبښو.»

د یادونې ده چې نن په کابل کې د جګړې ټپونو لومړنۍ ادبي-هنري جشنواره هم جوړه شوه. د دې جشنوارې جوړوونکو هم په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام