طالبانو په تېرو اوو ورځو کې د بلخ اووه ولسوالۍ ونیولې او پرون د مزارشریف ښار دروازو ته په رسېدو سره د ښار د سقوط او د طالبانو دورې ته د ورګرځېدو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د مزارشریف ښار په دروازو کې د لنډې مودې لپاره د طالب جنګیالیو حضور لامل شو چې د دغه ښار اوسېدونکي خوندي ځای ته د ځان رسولو په فکر کې شي. د بلخ اوسېدونکو عتیق‌الله او حسینا سلام‌وطندار ته ويلي، څوک چې امکانات ولري، مزار ښار خوشې کوي او ډېری کسان هم د وېرې او اندېښنې له کبله خپل کورونه پرېږدي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، اوس په ښار کې د وېرې سیوری خپور دی او خلک له اړتیا پرته بازار ته نه ځي. د مزارشریف دغه اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي چې د روان وضعیت د کنټرول لپاره لارې‌ چارې ولټوي.



په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی عباس ابراهیم‌زاده بیا تېره ورځ له خپلو کسانو سره چې پر وسلو او تجهیزاتو سمبال وو، د طالبانو پر وړاندې مبارزې په موخه د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو ته ورغی او د بلخ د دفاع ټټر یې وواهه.

ابراهیم‌زاده وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر وړاندې سنګر ته ځي، خو په وینا یې، حکومت باید خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه تجهیز کړي. نوموړی د بلخ اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې تر وروستۍ سلګۍ به د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي او اجازه به ور نه کړي چې ښار یا د دغه ولایت نورې سیمې ونیسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د بلخ د امنیې قومانداني ویاند عادل‌شاه عادل وايي، د مزارشریف اوسنی وضعیت عادي دی او په خبره یې، د ښار شاوخوا یې کمربندونه جوړ کړي چې امنیت ورسره نور هم مخ په ښه کېدو دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت تېره ورځ وویل، د طالبانو له خوا د اوو نیول شویو ولسوالیو له ډلې یې د بلخ ولسوالي بېرته نیولې، خو د یادې ولسوالي اوسېدونکي وايي، طالب وسله‌وال اوس هم په دې ولسوالي کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام