یوشمېر امنیتي ځواکونو او ۳ ملکیانو بېګاه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالي په عمرخېلو کې د طالبانو د یوې بندخونې دېوال نړولی او په لوڅو پښو یې یوه نظامي مرکز ته ځانونه رسولي دي.

محمدالله چې د ملي اردو سرتېری دی او د طالبانو له بنده را تښتېدلی وايي، طالبانو ۴۵ ورځې وړاندې د پلخمري ښار له عمومي سړک څخه تښتولی او بندي کړی دی. هغه سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو په دې موده کې نه یوازې دوی وهل ډبول، بلکې له ورسره نورو بندي ماشومانو او سپین‌ږیرو سره یې هم ناوړه چلن کاوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پروېز چې ۱۶ کاله عمر لري او د ښوونځي زده‌کوونکی دی وايي، طالبانو د اختر په څلورمه ورځ ځکه ونیوه چې ورور یې یو طالب وژلی و. د نوموړي په وینا، طالبانو بندیانو ته په یوه شپه او ورځ کې یو وخت ډوډۍ چې هغه یې هم د سیمې له اوسېدونکو را ټولوله، ورکوله. هغه چې اوس د طالبانو له بنده را تښتېدلی وايي، له طالبانو سره یې سختې ورځې تېرې کړې دي.



خو د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو ویاند عبدالهادي نظري وايي، ځانګړو ځواکونو په عمرخېلو سیمه کې عملیات کړي او ۸ سرتېري یې را خوشې کړي دي.

که څه هم طالبان په دې اړه څه نه وايي، خو د را تښتېدلیو بندیانو په وینا، طالبانو له ۲۰ ډېر کسان چې ملکیان او نظامیان په‌کې شامل وو، بندیان کړي او هر وخت به یې چې زړه وغوښتل، وهل ټکول به یې ورکول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام