د کورونا ویروس چې په نږدې ټوله نړۍ کې خپور شوی، د پیدا کېدو او خپرېدو یې له یوه کاله ډېره موده کېږي. په لومړي ځل د چین د ووهان ښار یو اوسېدونکی پر دغه ویروس اخته شو. که څه هم خلکو د دغه ویروس له خپرېدو وروسته د ټولنیز واټن او نظافت په پام کې نیولو او ماسک اچولو سپارښتنې په پام کې نیولي، خو لا هم په ترکیه کې هره ورځ لسګونه کسان د دغه ویروس له کبله مړه کېږي او سلګونه نور پرې اخته کېږي.

د ترکیې د روغتیا وزارت له څه مودې راهیسې په ستانبول ښار کې چې تر ټولو ډېر کارګران په‌کې دي، د کډوالو ډېروالي او د ډېر نفوس لرلو له کبله د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه د حېس کوډ (حیات اویګه سیغر/په کور کې مینه‌ناک ژوند) په نوم د ټکنالوژي یوه وسیله لګولې ده. دغه سېسټم هغه کډوال له ستونزو سره مخامخ کړي چې پېژندکارت نه لري.

په ستانبول کې څو مېشتو افغان کډوالو له سلام‌وطندار سره په خبرو کې دا موضوع همداسې یاده کړې ده.

د بدخشان یو اوسېدونکی منورالدین وايي، په افغانستان کې له لوړو زده‌کړو وروسته څو کاله د څلورم او پنځم بست لپاره وګرځېده، خو دا چې اړیکې او واسطه یې نه لرله، کار یې پیدا نه کړ. هغه د وزګارتیا او ناامنۍ له کبله خپل هېواد پرېښی او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره تر ترکیې رسېدلی دی.

منورالدین

منورالدین چې د ډېری افغان کډوالو په څېر یې د نامنظمې کډوالۍ پر ګواښوونکو لارو تګ منلی، د ایران له لارې ترکیې ته رسېدلی دی. هغه اوس په ستانبول ښار کې درانه کارونه کوي.

نوموړی وايي، د ترکیې په ستانبول ښار کې د حېس کوډ له رامنځته کېدو مخکې له کاره خوښ و او ان هره میاشت به یې په افغانستان کې خپلې کورنۍ ته هم پیسې ورلېږلې، خو اوس د یاد کوډ لګولو له کبله ورته کار نه پیدا کېږي او خپل خرڅ هم نه شي پیدا کولای. د نوموړي په وینا، د حېس کوډ له رامنځته کېدو وروسته کډوال نه شي کولای د کار لپاره له یوې سیمې بلې ته ولاړ شي او د کور کرایې، اوبو، برښنا او ګازو په برخه کې هم له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

د ګاز، برښنا او اوبو ادارې د هغو کسانو کار نه کوي چې حېس کوډ ونه لري او کډوال د پېژندکارټ له کبله دغه کوډ نه شي اخیستلی. هغه له افغان دولت نه غواړي چې له ترکیې سره له ډیپلوماټیکو لارو په ستانبول کې د کډوالو ستونزې حل کړي.

احمد بایوریس د سرپل اوسېدونکی دی. هغه پېژندکارت لري او د ستانبول ښار د معاملاتو د لارښوونې په یوه دفتر کې ژباړن دی. دغه افغان کډوال هم سلام‌وطندار ته ویلي، ډېری کسان چې دفتر ته ورځي، کارګران دي او د اوسېدو لپاره کور ته اړتیا لري. د نوموړي په وینا، په هرو لسو کسانو کې ۸ یې حېس کوډ نه لري او د دې لپاره چې د ترکیې دولت د حکم خلاف کار ونه کړي، کور نه ورکوي. په همدې حال کې احمد بایوریس وايي، اوس د ده کار هم له ګواښ سره مخ شوی او هره ورځ د نورو کډوالو په څېر د دندې له لاسه ورکولو وېره ورسره وي.

هغه هم له افغان دولت نه غواړي چې په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي. احمد بایوریس وايي، هره ورځ لسګونه کډوال د حېس کوډ نه لرلو له کبله خپل کارونه له لاسه ورکوي.

د بدخشان یو بل اوسېدونکی اسدالله وايي، ترکیه کې د سوریې له وګړو وروسته ډېره برخه افغان کډوال دي. د هغه په خبره، هره ورځ لسګونه افغان کډوال ان د موټرو په تم‌ځایونو کې پاتې کېږي؛ ځکه په وینا یې، د کار او اوسېدو ځای ته په مېټرو او نورو موټرو کې تګ‌راتګ نه شي کولای.

نوموړی له افغان دولت نه غواړي چې د حېس کوډ ستونزې د حل په برخه کې د کډوالو ستونزې حل کړي.

د ۲۰۲۰ کال د اټکلیزې احصایې له مخې، په ستانبول کې له ۱۵ میلیونه او ۷۱۳ زرو نه ډېر کسان اوسېږي. د شمېرو له مخې، هر کال د دغه ښار د وګړو شمېر ۳ سلنه زیاتېږي. د ۲۰۱۹ کال احصایې ته په کتو، د ستانبول د وګړو شمېر په یوه کال کې ۴۵۱ زره او ۵۴۳ کسان زیات شوي دي. دا چې اوس څومره کډوال، په تېره افغانان په ستانبول کې درانه او خدماتي کارونه کوي، کره شمېرې یې نشته.

په ترکیه کې د افغان کډوالو په وینا، د دغه هېواد دولت ځکه پر کډوالو فشارونه راوستي چې ترکانو له اوسني دولت نه د ډېرو کډوالو د منلو له کبله شکایت کړی او په دې اړه یې ناخوښي ښودلې ده. هغه ترکان چې کډوالو ته د کار اسانتیاوې برابروي، د کمو پیسو په بدل کې د ډېرو او درنو کارونو کولو له کبله له هغوی خوښ دي. په ۲۰۲۰ کال کې یوازې په ستانبول کې له یو میلیون او ۲۰۵ زرو ډېر ترکان وزګاره وو چې دا شمېر د ۲۰۱۹ کال په پرتله ډېر لوړ دی او دا وضعیت د ترکانو لپاره د اندېښنې وړ دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام