د کابل یوشمېر اوسېدونکي د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې د شپې له خوا ډزې چې د ناڅرګندو کسانو له خوا کېږي، ناراموونکي بولي او وايي، دغه ډزې د زورواکو او خپل‌سرو کسانو له خوا کېږي.

د کابل اوسېدونکي امنیتي ادارې د ښار د امنیت په تامینولو او د مجرمانو په نیولو کې کمزوري بولي.

د کابل د خیرخانې سیمې اوسېدونکی محمدهارون سلام‌وطندار ته ويلي، د شپې له خوا په دې سیمه کې ډېرې ډزې کېږي او خلک نه یوازې اندېښمنوي، بلکې له لاسه یې هېڅ خوب نه شي کولای.

د نوموړي په وینا، په دا ډول پېښو کې امنیتي ادارې او مسوولان لاس لري چې په وینا یې، دا کار یې خلکو ته د منلو نه دی.

د کابل ښار د افشارو سیمې اوسېدونکی اسدالله سلام‌وطندار ته ويلي، د شپې له خوا ډزې د زورواکو، د ګوندونو د اړوندو کسانو او د ملي شورا د غړیو له لوري کېږي.

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه د یادو کسانو په نیولو او په ښار کې د بې‌ځایه ډزو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

خو د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ښار له بېلابېلو برخو نه د شپې له خوا د ډزو په تړاو له څلورو تر پنځو کسانو پورې نیولي دي.

د فرامرز په وینا، ډېری کسان چې د ډزو په تړاو نیول شوي، عمرونه یې له اتلسو کلونو کم دي.

سره له دې چې امنیتي ادارې او حکومت د کابل ښار او یوشمېر ولایتونو د امنیتي وضعیت ښه کولو لپاره د ځینو امنیتي طرحو د عملي کولو خبر ورکوي، خو د کابل اوسېدونکي د امنیت په ټینګښت کې د دغه ولایت امنیتي ادارې بې‌وسه بولي.

کابل ښاریان وايي، د امنیتي مسوولانو طرحې ناکامې دي او پولیس د خپلسرو کسانو په نیولو کې پاتې راغلي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام