افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ګڼ‌شمېر وګړو یې د ناامنیو او د ژوند ناسم وضعیت له کبله نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړې ده.

دغه کسان په بهرنیو، په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونو کې د هوسا ژوند لپاره په ډېرو سختو او قاچاقي لارو بهر ته ځي، خو ډېر کم شمېر یې روغ رمټ د موخې هېواد ته رسېږي او هلته د اوسېدو قانوني اجازه ترلاسه کوي.

د افغان کډوالو ستونزې یوازې د موخې هېواد ته د رسېوو پر لارې پای نه مومي، بلکې د پناه اخیستو د غوښتنلیک د ردېدو، د دغو غوښتنلیکونو او د هغوی د برخلیک نه مشخصوالي او افغانستان ته د بېرته راګرځولو خطر سره هم مخ دي.

د دغو ستونزو تر څنګ، په وروستي یوه کال کې د کورونا ویروس خپرېدو هم په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر ژوند منفي اغېزې کړې دي.

ګڼ‌شمېر هېوادونو د کورونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره محدودیتونه لګولي او نوې پالیسۍ یې جوړې کړي چې افغان کډوال یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دوی روغتیايي خدمتونو ته بشپړ لاسرسی نه لري، ډېری یې له وزګارتیا کړېږي او ځینې یې ان پر رواني ستونزو اخته شوي دي.

الیاس محمدي څو کاله کېږي چې په سویډن کې ژوند کوي. هغه وايي، د کورونا ویروس له خپرېدو وړاندې د زده‌کړو تر څنګ، په یوه هوټل کې کار هم کاوه، خو د محدودیتونو په لګېدو او د هوټلونو په تړل کېدو سره یې کار له لاسه تللی او اوس وزګاره دی.

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د رسنیو سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، د نړۍ په کچه د کورونا ویروس په خپرېدو او د محدودیتونو په لګېدو سره افغان کډوال نه دي توانېدلي چې د تېر په څېر خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کړې چې د افغان کډوالو د ستونزو حل په برخه کې اقدام وکړي او د ځینو پروګرامو په پلي کولو سره د پناه غوښتونکو لپاره کاري اسانتیاوې برابرې کړي.

د کورونا ویروس خپرېدو یوازې په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو پر ژوند ناوړه اغېزې نه دي کړي، بلکې هغوی چې غوښتل یې په نامنظمو لارو نورو هېوادونو ته ولاړ شي، هم نه دي توانېدلي چې خپلو موخو ته ورسېږي.

حبیب اکبري چې ټاکل شوې وه یو کال وړاندې په قاچاقي توګه یوه اروپايي هېواد ته ولاړ شي، د پولو تړل کېدو او د هېوادونو له لوري د کډوالو په پالیسو کې د بدلون راتلو له کبله نه دی توانېدلی خپلې غوښتنې ته ورسېږي.

که څه هم ټاکل شوې له کوچني اختر وروسته په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو برخلیک ټاکونکې غونډه جوړه شي او تمه کېږي چې په هېواد کې به روان تاوتریخوالي او ناامنیو ته د پای ټکی کېږدي، خو حبیب اکبري وايي، که دا غونډه د پام وړ پایلې ولري، له نامنظمې کډوالۍ تېرېږي او خپل هېواد کې به پاتې شي.

بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ کچې لوړېدل لامل شوي چې افغان دولت د ځینو نړیوالو ادارو په همکارۍ په افغانستان کې د کډوالو د معلوماتو مرکز یا «MRC» په نوم یو بنسټ جوړ کړي.

د دغې ادارې مسوولان وايي، د نامنظمې کډوالۍ مخنیوي او کمولو په برخه کې د عامه پوهاوي پر پروګرامونو کار کوي.

د کډوالو د معلوماتي مرکز همغږی کوونکی شېرحسین هنریار سلام‌وطندار ته ویلي چې په هېواد کې پر کورنټین سربېره، دغه مرکز د عامه پوهاوي ورکولو پروګرام ته دوام ورکړی او په میاشت کې له دوو زرو کسانو سره د نامنظمې کډوالۍ په اړه خبرې اترې کوو چې په وینا یې، له شک پرته مثبتې اغېزې پرېباسي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسوولانو په وینا، د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۳ سوه او ۴۷ زره کسان چې ۳۸۸ زره یې له ایران او دوه زره او ۲۰۰ یې له نورو هېوادونو بېرته افغاستان ته را ستانه شوي دي.

د کډوالو وزارت شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۰ کال له پیل او د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۸ سوه او ۶۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راغلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام