Asset 1SWN

سلام وطندار

پوتین د امریکا نوي ولسمشر ته د لوړې مبارکي ورکړې

Putin_AP-q1wmo9at0irkj2n4frkiicidqp0chh3iyhwtxyeqh4

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د لوړې مراسمو مبارکې ورکړې او هیله یې، ښودلې چې نوموړی به پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

پوتین چې د روسیې ملي امنیت شورا ته په یوه ټلوېزیوني وینا کې خبرې کولې، همداراز د ټرمپ هغه څرګندونې یادې کړې چې د درېیمې نړیوالې جګړې مخه به نیسي او له روسیې سره به خپلې اړیکې بیا پالي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روسیې ولسمشر ټينګار وکړ چې دی د ټرمپ له یاد دریځ هرکلی کوي او په وینا یې، د اوکراین جګړې په تړاو به له ټرمپ سره د خبرو دروازې پرانېستلې وي.

هغه وویل: «د هغه دریځ باید لنډمهاله اوربند نه وي، د اوږدې مودې سوله باید وي چې د سیمې د ټولو خلکو د مشروع ګټو د تامین پر بنسټ وي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ډونالډ ټرمپ بېګاه د امریکا په سپینه ماڼۍ کې د دویم ځل لپاره د یاد هېواد د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. نوموړي د ټاکنو پرمهال ویلي و چې د اوکراین او روسیې ترمنځ روانه جګړه به پای ته رسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام