د یوې تازه څېړنې پر بنسټ چې د مېډېکا موسسې له خوا شوې، د بکارت پردې د ۲۹ قضییو له ډلې چې تر څېړنې لاندې وې، یوه يې هم د محکمې د حکم پر بنسټ نه ده معاینه شوې.
په دې څېړنه کې پر ۲۹ قضیو څېړنه شوې چې ډېری يې په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې دي.
په افغانستان کې د مېډېکا موسسې مسوولان وايي، ۲۲ معاینې له ۱۸ کلونو د لوړ او ۷ نورې هم له ۱۸ کلونو پر ټیټ عمره ښځینهوو شوې دي.
د څېړنې د موندنو له مخې، په دې ډله کې ۲۳ معاینې د ناقانونه جنسي اړیکې، ۴ نورې يې د جنسي ځورونې ستونزو ته د رسېدو، یوه يې د غلا او لوټلو او بله يې هم د خاوند له لوري پر مېرمنې د نه باکرې له کبله د سپکاوي هغه وې.
د مېډېکا موسسې د عدالت غوښتنې مسووله حمیده رمضاني وايي، له ټولو ۲۹ قضیو نه ۲۸ يې د پولیسو له لوري د بکارت پردې د معاینې لپاره لېږل شوي او یوه بله هم لویې څارنوالي لېږلې ده.
د رمضاني په خبره، په دغو معاینو کې د محکمې مخکینۍ پرېکړه نه ده عملي شوي او په هغه ډول يې معاینات نه دي شوي.
د مېډېکا افغانستان موسسې څېړنه ښيي چې د بکارت پردې د معاینې په ۱۴ قضیو کې هېڅ اغېز نه درلود، خو په ۱۵ نور کې يې درلود.
د یادې څېړنې پر بنسټ، ۲۲ کسانو له معایناتو مخکې خپل جرم منلی، خو بیا هم معاینه شوي دي. دغه راز، ۶ کسانو پر خپل جرم اعتراف نه و کړی او یو بل بیا د بېهوښۍ په حالت کې معاینه شوی دی.
په همدې حال کې د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ وايي، هغه څېړنه چې په ټول افغانستان کې له ۲ زره کسانو سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اړوند د ښځو چارو وزارت له لوري شوې، ښيي چې د ټولنې ۷۸ سلنه ناوړه دودونه د دې لامل شوي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شي.
پر نشهيي توکو روږدوالی، بېسوادي، د قانوني عمر له پوره کېدو وړاندې د نجونو واده کول، په بدو کې د نجونو ورکړه او د زوی او لور ترمنځ توپیر هم لاملونه دي چي د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.
د افغانستان د قوانینو کمېټې د روان میلادي کال د ډسمبر په دویمه نېټه په یوه ځانګړې ناسته کې پرېکړه وکړه چې د بکارت پردې معاینه کول د ښځې له خوښې او یا هم د محکمې له حکم پرته نه شي کېدای، خو د مېډېکا موسسې څېړنه ښيي چې ټولې قضیې د محکمې له حکم پرته څېړل شوې دي.