سلاموطندار له یوشمېر ځوانانو سره د دوی په ژوند کې د «پیسو سپما» په اړه د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری دغه ځوانان د اقتصادي ستونزو، د ژوند لوړو لګښتونو او نورو خنډونو له امله نهدي توانېږي چې سپما وکړي.
په دې راپور کې ۵۰ ځوانانو سره مرکې شوي چې ۲۶ یې، هلکان او ۲۴ یې، نجونې دي. مرکې په یوولس ولایتونو کې شوي چې ۵۴سلنه ګډونوالو ویلي، د پیسو سپما نهلري.
د سلاموطندار د موندنو له مخې، وزګارتیا، اقتصادي ستونزې، د لګښتونو نهبرابرېدل، د کورنیو کم عاید، هغه لاملونه ګڼل کېږي چې له امله یې، یادو ځوانانو سپما ته پام نهدی کړی. د دې مرکې د ۵۰ ځوانانو له ډلې، ۲۷ یې، وايي، هېڅ سپما شوې پیسې نهلري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بلخ اوسېدونکی ۳۳کلن مولودین نوري چې په یوه پوهنتون کې استاد دی، د اقتصادي ستونزو او لوړو لګښتونو له امله پر دې نهدی بریالی شوی چې سپما وکړي. «د معاش کمښت له امله مې تراوسه سپما نهده کړې او معاش کم دی. لګښتونه ډېر دي؛ روزګار جلوو، له دې سپما نهشو کولای.»
د بامیان اوسېدونکی ۲۱کلن عبدلحکیم بیا وايي چې د کم عاید او د لوړو زدهکړو لکښتونو له امله یې، سپما ته لاس نهدی بر شوی. «سپما نهشو کولای، همدومره کېږي چې د ورځې او میاشتې د پوهنتون لګښتونه برابر کړو، د زدهکړیال شرایط سخت دي. سپما سخته ده.»
د سلاموطندار په دغه راپور کې همداراز موندل شوې چې نجونې د هلکانو په پرتله سپما ته ډېره لېواله دي. د مرکه شویو له ډلې ۲۳وو ویلي، سپما کوي چې له ډلې یې، ۱۵ نجونې او اته هلکان دي.
ماریا د لغمان اوسېدونکې ده او په یوه وړکتون کې د ښوونکې په توګه دنده لري. دا وايي، د خپل پلار د درملنې لپاره سپما کوي. «سپما کوم، ځکه پلار مې د شکر ناروغي لري، څو د پیسو کمښت سره مخ نهشم؛ یوازې زه او ورور مې یوو چې د کورنۍ او پلار جان د درملو لګښت برابروو. د خراب اقتصادي وضعیت کې ټول ښه نهدي او د همدې لپاره سپما کوم.»
د بغلان اوسېدونکې ۲۸کلنې فروهر فضل چې دغه ولایت کې یې، یوه صنعتي کارخونه هم جوړې کړې، وايي: «د سپما څخه مې د کارخونو اړوند کارونو مخته وړو لپاره ګټه اخلم. ډېرې پیسې مې د کارخونې د کارونو مخته وړو او پراخولو لپاره کاروم، څو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړم.»
یوشمېر مرکه کوونکي سپما د بریالیتوب لامل بولي او وايي، لېواله دي چې سپما وکړي. د دوی په وینا، راتلونکې لپاره پلان او مشخصو اهدافو باندې پانګونې ته یې، هڅه کړې چې سپما وکړي.
۲۳کلن قربان علي چې د بغلان اوسېدونکی دی، وايي، د خپلو ورځنیو لګښتونو کمولو سره یې، سپما کړي. «کورنۍ مې چې پیسې راته رالېږي، لږ یې مصرفوم او لږ یې، ساتم، د ورځې ۱۵ افغانۍ سپما کوم او د میاشتې ۵۰۰ افغانۍ کېږي.»
د اقتصادي چارو شنونکي بیا د ځوانانو ترمنځ د سپما انګېزې او دود نشتون د فردي، ټولنیز او اقتصادي ناورین له ننګونو بولي. د دوی پر باور هر کس کولای شي چې د ورځنیو لګښتونو کمولو او ښه مدیریت سره سپما وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکي حنیف فروزان وویل: «ستونزې جوړوي؛ ټولنه او کورنۍ کې ځوانانو ته نامطلوب ژوند او ستونزې جوړوي او اوږدمهال کې دا ستونزه لامل کېږي چې اقتصادي ودې، رفاه او نورو پراختیايي برخو کې ستونزې جوړې کړي.»
د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري بیا وايي چې دوی ځوانانو ته د سپما لپاره بېلابېل پروګرامونه لري او په وینا یې، هڅه کوي، څو مالي پرېکړې په خلاص ذهن وکړي. «د اطلاع رسولو او ځوانانو ته د ښوونې له لارې دا ورزدهکړي چې سپما وکړي او بانکي خدمتونو څخه ګټه واخلي. د افغانستان بانک پر خصوصي بانکونو په څار سره، خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو ته د اغېزمنو مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره زمینه برابروي.»
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب بیا وايي چې سپما د پانګونې، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د وزګارتیا کمښت لپاره یوه لاره ده. که څه هم نوموړي د سپما په اړه د یاد وزارت د پروګرامونو په تړاو څه ونهویل، خو زیاته یې کړه چې سپما د کورنۍ اقتصادي پیاوړتیا لامل کېږي او بهرنیوسرچینو ته تړاو کموي.
هغه وویل: «په یوې ټولنه کې د سپما لوړه کچه کولای شي چې د اقتصادي نوساناتو کمښت لامل شي او اقتصادي ثبات رامنځته کړي. سپما نه یوازې کس، کورنۍ، بلکې د ملي اقتصاد له اړخه د کورنۍ تقاضا د تقویت لامل کېږي او د تقاضا زیاتوالی لامل کېږي چې کاري فرصتونه رامنځته شي.»
د یادونې وړه چې د ځوانانو ترمنځ سپما دود یوه نړیواله موضوع هم ده، د اقتصادي همکاریو او توسعې سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د یاد سازمان غړیو هېوادونو زدهکړیالان د مالي مدیریت له لومړنیو مهارتونو نهدي خبرتیا نهلري. دغه معلومات په ۲۰۲۲کال کې له ۱۵کلونو کم عمره شاوخوا ۱۰۰زره تنکیو ځوانانو سره د سروې له لارې ترلاسه شوي چې د مالي پرېکړو په اړه د ځوانانو د مهارتونو پر اړتیا ټينګار کوي.