ملګري ملتونه نن د افغانستان وضعیت ارزونې په موخه غونډه کوي

ټاکل شوې د ملګروملتونو امنیت شورا نن شپه «پنج‌شنبه، لیندۍ ۲۲مه» د افغانستان وضعیت ارزونې په موخه غونډه جوړه کړي.

افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما له لوري د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د دغه بنسټ مشره روزا اوتنبایووا به یادې غونډې ته د افغانستان وضعیت په اړه معالومات ورکړي.

له مالي ملاتړ پرته راتلونکې؛ د ځوانانو ترمنځ د سپما دود نه‌دی بنسټیز شوی

سلام‌وطندار له یوشمېر ځوانانو سره د دوی په ژوند کې د «پیسو سپما» په اړه د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری دغه ځوانان د اقتصادي ستونزو، د ژوند لوړو لګښتونو او نورو خنډونو له امله نه‌دي توانېږي چې سپما وکړي. د دې مرکې د ۵۰ ځوانانو له ډلې، ۲۷ یې، وايي، هېڅ سپما شوې پیسې نه‌لري.

روسیه به راتلونکی کال بېلاروس ته اورشنیک توغندي ورکړي

د بېلاروس ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکو اعلان کړی چې ټاکل شوې راتلونکی کال د روسیې ولسمشر دغه هېواد ته د اورشنېک توغندي ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې ده له پوتین د یادو توغندیو د ورکړې غوښتنه کړې او په وینا یې، دغه ګام یې، له پولنډ او لېتوانیا سره د احتمالي ترینګلتیا لپاره اخیستی دی.

د نړۍ شتمن کس؛ د ماسک شتمني ۴۴۰ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې

امریکايی شتمن اېلن ماسک د تاریخ لومړی کس شو چې شتمني یې، ۴۴۰ میلیونه ډالرو ته ورسېده.

ډېلې مېل ورځ‌پاڼې د بلومبورک له قوله راپور ورکړی چې د نوموړي شتمني د مایکروسافټ شرکت له بنسټ‌اېښودونکي بېل ګېټس او امازون بنسټګر جېف‌ بېزوس څخه خورا زیاته شوې.

کندهار کې په ۱۶میلیونه افغانۍ پر سړک د څراغونو لګولو چارې پیل شوې

د کندهار ښار د سړکونو روښانولو لپاره په ۱۶ میلیونه افغانیو د سړکونو د څراغونو لګولو چارې پیل شوې.

دغه پروژه چې دوه برخې لري، د څلور میاشتو په موده کې بشپړه شي او ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي. دویمه برخه کې به د ډنډڅلورلارې څخه د باغ پل تر سېلو پورې پر غځېدلي سړک د شپې څراغونه روښانه شي.

پکتيا کې په ۱۰ میلیونه افغانۍ ۱۷ ښوونځي او ديني مدرسې بیاورغول شوې

د پکتيا پوهنې رياست مسوولان وايي چې د مرکز ګردېز په ګډون په ۱۲ ولسواليو کې د ۱۷ ښوونځيو او ديني مدرسو ودانيو بيارغونې چارې د لس ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې شوې.

د دوی په وینا، يادې پروژې د پوهنې رياست په بوديجه پلې شوې دي.