Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه

5329c989-7883-409c-8a0e-5f91dfb52af0

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي، دغه شبکه د لوګر په ازرې ولسوالي کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا پروژه د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړه شوې چې شاوخوا ۱۵۵ کورنۍ ورڅخه په مستقیمه توګه ګټه اخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې پروژې پرانېست غونډې کې د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانوردین پرور او د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست رییس په ګډون یوشمېر محلي مسوولانو هم ګډون کړی وو.

مرستیال والي وویل، اړتیا ده چې ورته د څښاک پاکې اوبو پروژې د لوګر په پاتې ولسوالیو کې هم جوړې شي. نوموړي ټینګار وکړ چې ولسي وګړي دې د یادو شبکو څخه په سمه توګه ساتنه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هیره دې نه وې چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري ددغه ولایت په مرکز پل علم او یو نورو ولسوالیو کې هم ورته د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام