یوشمېر جهادي مشران په هېواد کې د طالبانو له بریدونو زیاتېدو او د یوشمېر ولسوالیو له لاسه وتلو سره سم له طالبانو سره د مبارزې په موخه د خلکو د درېدو غوښتنه کړې او په تړاو یې په پروان کې له درې ورځو راهیسې پرله‌پسې غونډې شوې دي.

د بغلان پخوانی امنیه قوماندان نورحبیب ګلبهاري نن د جبل‌السراج ولسوالي د ټولنیزې شورا د پرانېستې په غونډه کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې جهاديانو د دوشنبې ورځ د پروان په مقام کې جوړه شوې غونډه کې پرېکړه کړې، څو له پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو څخه به لس لس زره کسان راټول او د طالبانو پر وړاندې مبارزې ته چمتو کړي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر فېسبوک‌ وڅارئ

د نوموړي په وینا، یاد کسان به په رسمي ډول ثبت شي، څو روښانه شي چې څوک وسلې او تجهیزات لري او چا ته ورکړل شي. هغه زیاتوي چې د اړتیا پر مهال به د یادو ولایتونو ترڅنګ، ځینو نورو ته هم ورشي او له افغان ځواکونو سره به اوږه په اوږه د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.



په همدې حال کې د کاپیسا لسګونو جهادیانو او اوسېدونکو چې نن د دغه ولایت په ولایتي شورا کې راټول شوي وو، د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو ترڅنګ درېدو ته چمتووالی وښود. د کاپیسا د ولایتي شورا رییس محمدحسین سنجني وویل، په ټول توان به د خپلو سرتېرو ترڅنګ درېږي او د خلکو او وطن دفاع کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د پروان د سالنګ ولسوالي لسګونو جهادیانو هم د طالبانو پر وړاندې د مبارزې او د افغان ځواکونو ترڅنګ د درېدو لپاره د چمتووالي او ملاتړ اعلان وکړ. له دې سره هم‌مهاله د دغې ولسوالي ټولنیزه شورا هم جوړه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې خلکو په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د طالبانو پر وړاندې وسلې اخیستي او له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یوځای یې پر وړاندې سنګر ته تللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام