د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په اړه د بحث لپاره بېړنۍ غونډه رابللې ده.

فرانسې او اروپايي ټولنې څو ورځې مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې د افغان ښځو او نجونو د ورځ تر بلې بشري حقونو وضعیت خرابېدل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې دوې اوونۍ مخکې اسلامي امارت یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر سیستماټیکې ځپنې تورن کړ.

 دې په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې ویلي و چې افغانان د یوه نسل تر ټولو تیاره شېبې تجربه کوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام