د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، طالبانو ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره سهیل شاهین دغه سازمان ته د خپل دایمي استازي په توګه ورپېژندلی او په ملګرو ملتونو کې یې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د وینا کولو غوښتنه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه لیک د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتون سرمنشي انتیو ګوتریش ته استول شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي دغه لیک لاسلیک کړی دی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند فرحان حق دغه لیک تایید کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ملګرو ملتونو کې د مخکیني حکومت دایمي استازی غلام‌محمد اسحاق‌زی و. نوموړي هم له دې وړاندې پر خپله څوکی د پاتې کېدو غوښتنه کړې وه. د طالبانو په لیک کې ویل شوي چې د اسحاق‌زي ماموریت پای ته رسېدلی او هغه نور د افغانستان استازی نه دی.

ویل شوي چې دغه دوه غوښتنې د باور لیک کمېټې ته چې ۹ غړي لري، استول شوی دی. په دغې کمېټه کې امریکا، چین او روسیه هم شتون لري.

رویټرز لیکلي، دا به لرې وي چې دغه کمېټه دې د ملګرو ملتونو سازمان له عمومي غونډې وړاندې، ناسته جوړه کړي. له دې سره پایلې داسې جوته کوي چې ډېر احتمال نشته چې امیرخان متقي دې، د ملګرو ملتونو سازمان اسامبلۍ کې وینا وکړي.

تر هغو چې د باورلیک کمېټه جوړېږي، اسحاق‌زی به خپلې دندې ته دوام ورکوي او احتمال شته چې هغه د افغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتونو اسامبلۍ ته وینا وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

طالبانو د زمري په ۲۴مه کابل ته راننوتل او د وږي په ۱۶مه یې د خپلې سرپرستې کابینې یوه برخه اعلان کړه، خو تراوسه په رسمیت نه دي پېژندل شوي. ډېری هېوادونو ویلي چې د طالبانو رسمیت پېژندلو ته بېړه نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام