د بلخ ولایت کلدار ولسوالي چې پرون ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې وه، بېګاه شپه یوځل بیا د وسلهوالو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د بلخ ولایت کلدار ولسوالي چې تر پرون مازیګر پورې په بشپړ توګه د دولت تر کنټرول لاندې وه او د بلخ والي فرهاد عظیمي له دغې ولسوالي څخه د بلخ د یوې بلې شورتپې ولسوالي د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو پلان هم اعلان کړ، خو تېره شپه دغه ولسوالي د دولت له کنټرول څخه بهر شوه او امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ورڅخه د حیرتان بندر ښار ګوټي ته شاتګ کړی دی.
امنیتي او ځايي سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي، سلاموطندار ته وايي چې د بلخ ولایت کلدار او د سمنګانو فیروزنخچیر ولسوالۍ پرون ماښام د طالبانو له لوري ونیول شوې.
سرچینو وویل، امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو دغه ولسوالي خوشې کړې او دې ولسوالیو ته څېرمه سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بلخ د ولایتي شورا مشر محمد افضل حدید د کلدار او د سمنګانو د فیروزنخچیر ولسوالیو سقوط تاییدوي او وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونه د حیرتان بندر ښارګوټي کې د لیکو پر غښتلي کولو بوخت دي. د هغه په وینا، دولت هڅه کوي او تابیه یې نیولې، څو د خلم ولسوالي چې فیروزنخچیر سره ګډه پوله لري، د طالبانو له خوا ونه نیول شي.
هغه زیاته کړه: «خپل تدبیرونه لري، ستونزې دي، جنګ دی، کله مخکې تګ کله شاتګ دا ستونزې شته، هیله لرم پاملرنه وکړي، په خواشینۍ سره چې د ارګانونو ترمنځ نه همغږي ددې لامل شوې چې دا ستونزې هره ورځ زیاتې شي.»
- طالبان د جوزجان-بلخ لویې لارې له موټرچلوونکو باج اخلي
- بلخ کې طالبانو یوه مېرمن دولت سره د همکارۍ په تور وژلې
- د مزارشریف ښار تر دروازو د طالبانو رسېدو په اړه د خلکو اندېښنې
د سیمې اوسېدونکي وضعیت د اندېښنې وړبولي او وايي چې خلک وېرېدلي دي او ټول د تېښتې په فکر کې دي. دوی زیاتوي چې له بېګاه شپې راهیسې په دغه ولسوالي کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي او خلک په دې هڅه کې دي چې له دې ولسوالي ځانونه نورو امنو سیمو ته ورسوي،.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بلخ ولایت د کلدار ولسوالي ترڅنګ په څلورو نورو ولایتونو کې څلور نورې ولسوالۍ هم طالبانو نیولي دي چې په کاپیسا کې د اله سای، په سمنګانو کې د فیروزنخچیر، په کندهار کې د خاکریز او غزني کې د ګیلان ولسوالۍ پکې شاملې دي.






