د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سرپرست طاهر زهیر نن په يوه خبري ناسته کې له کورنيو چارو وزارته غوښتي چې خبريالانو ته ډاډمن چاپېريال برابر کړي.

زهير په دې غونډه کې ټينګار وکړ چې د خبريالانو د امنيت ساتل د کورنيو چارو وزارت او د امنيتي بسټونو مستقيمه دنده ده.

د نوموړي په وينا، خبريالان نه‌شي کولای هم اطلاعات خپاره کړي او هم ټوپک واخلي او خپل امنيت وساتي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سرپرست د ملي پخلاينې له عالي شورا، د سولې په چارو کې د دولت له وزارت او د حکومت له مرکه‌چي پلاوي وغوښتل چې د بين‌الافغاني خبرو دويم پړاو کې د خبريالانو د امنيت پر خونديتوب ټينګار وکړي او دا مسله په اجنډا کې شامله کړي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د عدالت غوښتنې يو ليک هم چمتو کړی چې په هغه کې له اروپايي اتحاديې او يوناما غوښتل شوي چې له هرې لارې وي  ترهګرې ډلې قانع کړي تر څو خبريالان ونه وژني.

له دې سره د افغان حکومت د سولې خبرو د مرکه‌چي پلاوي غړی حفيظ منصور وايي، طالبان له خبريالانو وېره لري او هر خبريال ته د يوه جنګي جنرال په سترګه ګوري.

د منصور په وينا، د ټولو ناامنيو او د خبريالانو د هدفي وژنو تر شا د طالبانو لاس دی.

تېره ورځ په غور ولايت کې د خبريال بسم الله عادل ایماق له ترور وروسته د خبريالانو د خونديتوب کمېټې په يوه اعتراضي ګام کې له رسنيو غوښتي چې تر درې ورځو پورې د دولت اړوند د خبرونو خپرول تحريم کړي.

خو يو شمېر خبريالان د دولتي خبرونو تحريم ګټور نه بولي او وايي، دا کار سمبوليک دی. د دوی په وينا، د خبريالانو د ملاتړ بنسټونه او د دولت د دې ډول ګام پرځای بايد رښتينی عمل وکړي تر څو د خبريالانو ځاني امنيت تامين شي.

د روان ميلادي کال له پيله يوازې دوه ورځې تېرېږي؛ خو کابل او غور کې يو خبريال او مدني فعال په هدفي وژنو کې ترور شوي دي.

د افغانستان د رسنيو مرکز د راپور پر بنسټ، هېواد کې په تېر يوه کال کې د خبريالانو پر وړاندې ۴۵ د ګواښ، ۱۱ د فزيکي تاوتريخوالي، ۶وسله‌وال بريدونه، ۱۳ د سپکاوي او ۶ د نيول کېدو پېښې هم د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکيو پر وړاندې ثبت شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام