عدلیې وزارت په افغانستان کې د انساني قاچاق او د کډوالو قاچاق په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور تاییدوي او وايي، په هېواد کې د جګړې زیاتوالی د دغه قاچاق لامل شوی دی.
د عدلیې وزیر فضلاحمد معنوي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که څه هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې انساني قاچاق کېږي، خو د انساني قاچاق ترڅنګ، د بچهبازۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره هم پیاوړې سیاسي اراده شته.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وايي، که په هېواد کې انساني قاچاق کم نه شي، ښايي له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې مرستې کمې او هېواد مو له بندیزونو سره مخامخ شي.
د نوموړي په وینا، د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې ټولیزې مبارزې ته اړتیا لري؛ ځکه په خبره یې، یوشمېر کورنۍ په ناخبرتیا او ناپوهۍ سره خپل بچیان قاچاقیانو ته په لاس ورکوي.
- د امریکا سفارت: افغان حکومت باید د بچه بازۍ د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي
- له هرات نه هره ورځ له ۴ تر ۵ زرو څاروي ایران ته قاچاق کېږي
- صالح: تېر کال نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالر د شمال له لارې قاچاق شوي
معنوي زیاتوي، داسې کسان شته چې افغان ماشومان د دیني زدهکړو په موخه نیسي، خو بیا د ترهګرۍ روزنه ورکوي. د عدلیې وزیر دغه راز مني چې په ښوونځیو او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې هم ماشومان ځورول کېږي، خو په اړه یې کره شمېر نه په ډاګه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې وویل چې په نړۍ کې د کورونا وبا خپرېدو انساني قاچاق زیات کړی دی.
افغانستان په دغه راپور کې د هغو هېوادونو په ډله کې چې انساني قاچاق پهکې کېږي، تر ټولو بد ځای خپل کړی دی.