په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، د افغانستان د دفاع سرپرست له خپل امریکایي سیال سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې د سټراټیژیکو او پوځي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې بېګاه شپه د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټین له بسم الله محمدي سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی د اندېښنې وړ وباله او د جګړو ډېرېدل یې هر اړخیزې هوکړې ته د رسېدو لپاره ستر خنډ په کوته کړ.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا دفاع وزیر افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټينګېدو لپاره د سولې خبرو اترو د رامنځ ته شوي فرصت پر اهمیت هم ټينګار کړی دی. نوموړي د ترهګرو په ځپلو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې د ستاینې وړ بللي دي.
په ورته مهال د امریکا دفاع وزیر ویلي چې دغه هېواد به له افغان امنیتي ځواکونو سره په اوږ مهالي توګه د پوځي زدهکړو، تمویل او تجهیز په برخه کې به له دوی سره مرستې وکړي او له افغان حکومت سره پر دوامداره ګډون او خپلو کړیو ژمنو ولاړ دی.
- امریکا ملي دفاع وزارت ته ۶۴۰ جنګي وسایط وسپارل
- د امریکا دفاع وزارت: طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی
- پنټاګون: د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو ښایي د ځواکونو وتل ورو شي
په همدې حال کې د دفاع وزارت سرپرست بسمالله محمدي په دغه ټیلیفوني اړیکه کې د امریکا له مرستو مننه وکړه او د ترهګرۍ پر وړاندې د دواړو هېوادونو پر ګډې همکارۍ یې ټينګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی. وسلهوالوطالبانو په تېرو دوو میاشتو کې نېږدې ۱۰۰ ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي. امنیتي ځواکونو د ولسي پاڅونوالو په مرسته بیا له طالبانو څخه یوشمېر ولسوالۍ بېرته نیولي دي.