ایران کې پراخ اعتراضونه؛ د بښنې نړیوال سازمان: تراوسه ۳۰ کسان وژل شوي

د بښنې نړیوال سازمان په ایران کې د روانو اعتراضونو په اړه په یوه راپور کې ویلي چې په روانو اعتراضونو کې تراوسه لږ تر لږه ۳۰ اعتراض کوونکي وژل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د اعتراضونو پرمهال د نورو وژل شویو کسانو په اړه څېړنه کوي او باور لري چې اصلي شمېرې تر دې هم لوړه دي.

د کابل په نننۍ چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهمزنګ سیمه کې چاودنه تایید کړې او ویلي یې دي، پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

چاودنه نن چهارشنبه د وږي ۳۰مه د برښنا عمومي ریاست ته څېرمه په یوه هوټل کې رامنځته شوې وه.

 لوګر کې د بېلابېلو وسله‌والو بریدونو پرمهال درې کسان وژل شوي 

د لوګر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د بېلابېلو وسله‌والو بریدونو پرمهال د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي، ناپېژنده وسله‌والو د مرکز پل‌علم ښار په «التمور» او حصارک سیمو کې په جلا جلا پېښو کې یو کس او یو موټر چلوونکی په ډزو وژلي دي.

پوځي کارپوهان: د ا.ا ځواکونو په عملیاتو کې باید ملکیانو ته زیان ونه رسېږي

د کابل کارته سخي سیمه کې د پرونۍ وسله‌والې نښتې وروسته لا هم دغه سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او د خبریالانو په ګډون هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پېښې ځای ته ورنږدې شي. د پوځي کارپوه  اسدالله ندیم په وینا، امنیتي ځواکونه باید له نویو تکتیکونو کار واخلي او هغه څه ونه کړي چې د عامو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

یوناما: د ا.ا د واکمنېدو راهیسې افغانستان کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما دغه هېواد کې د اسلامي امارت د بیاواکمېدو راهیسې د بشري‌حقونو نقض په اړه نن خپل کلنی راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو راپدېخوا په ترهګریزو بریدونو کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۱۴۰۶ کسان ټپیان شوي دي.

ناپېژنده وسله‌والو لغمان کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژلي

په لغمان کې ولسي سرچينې وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په قرغیو ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو د يوې کورنۍ دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. په ورته مهال د لغمان محلي مسوولان هم تاییدوي چې دغه ولایت کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دي.