
کندوز کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي
د کندوز امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د کندوز امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د روزګان ولایت په دهراوود ولسوالي کې یوه سرچینه سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولسوالي په «کمکوچ» سیمه کې د خپلمنځي شخړې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د خوست ولایت د سپېرې ولسوالي د وزیرستاني کډوالو کمپ اوسېدونکي سلام وطندار ته وایي، د پاکستاني ځواکونو دوه الوتکې د شنبېپه ورځ د سهار ۳ بجې د دوی پر کورونو بمبار کړی چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰کسان وژل شوي او له۱۵ زیات ټپیان دي.

د غور امنیتي مسوولان وايي، دغه ولایت کې دوه کسان په مرموز ډول وژل شوي. د چارواکو په وینا، پېښه د غور د پسابند ولسوالي «شغزک» سیمه کې شوې ده.
ویل شوي چې وژل شویو کې یو سړی او د هغه لمسی شامل دی. د غور د امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمان بدري سلاموطندار ته وايي، دغه دوه کسان تېره شپه د خپل خوب په بستره کې وژل شوي دي.

د امریکايي پوځ مرکزي قومنداني یا سنټکام د ۲۰۲۱کال د اګسټ میاشتې په ۲۶ نېټه پر کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید په اړه د خپلې تازه پلټنې موندنې په ډاګه کړې چې ښايي یاد برید پېچلی نه و. د سنټکام قومندان زیاته کړې، هېڅ څیز نهشي کولای چې په دغه برید کې وژل شوي امریکايي سرتیري بېرته راوګرځوي، خو دا مهمه ده چې پوه شو دغه برید څه ډول شوی.

د ننګرهار ولایت اړوند په لعلپورې ولسوالي کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله اته ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د دې ولسوالي په دیګانانو سیمه کې د نا چاوده مرمۍ د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

په ننګرهار کې یوه محلي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالي کې ناپېژنده کسانو په یوه کور برید کړی او د چړو او تبر په وسیله یې درې کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

فرانسپرس خبري اژانس د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې د سردار محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون د داعش ډلې په پروني وسلهوال برید کې د کابل د قولاردو قومندان هم وژل شوی دی. فرانسپرس د طالب چارواکو له قوله ویلي چې په دغه برید کې د حمدالله مخلص په نوم د دوی یو پوځي قومندان له وسلهوالو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

تېره يوه اوونۍ کې پر پکتيا سربېره خوست او پکتيکا ولایتونو کې د مخکیني حکومت يوشمېر دولتي کارکوونکي د ناپېژنده وسلهوالو له لوري وژل شوي. پکتيا کې د پخواني حکومت د لومړۍ حوزې آمر عزت الله ارين، پکتيکا کې د اردو سرتېری شميم، خوست کې د سرحدي ځواکونو افسر احسانالدين او شاعر هيلهمند ژوندی، په تېره اوونۍ کې وژل شوي دي.

یوه ځانمرګي بریدکونکي پرون ورځ د کندوز ښار خاناباد بندر کې د اهل تشیع په سیداباد جماعت کې د لمونځکونکو ترمنځ خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګژوبله واوښته. د اسلامي امارت مسوولانو سلاموطندار ته ویلي، په دغه برید کې تر ۵۰ ډېر لمونځکونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان دي.

بېګاه ماښام د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار اړوند په پنځمه حوزه کې ناپېژنده وسلهوالو د سید معروف سادات په نوم د یوه خبریال په ګډون درې کسان وژلي دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې په دغه پېښه کې دوه طالبان وژل شوي او د خبریال سیدمعروف سادات د زوی په ګډون دوه ملکیان ټپیان دي.

په وروستیو اوونیو او له هغې راهیسې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په کابل او ګڼشمېر ولایتونو کې جنايي پیښې رامنځته شوې چې د اړوند چارواکو له لوري ورته رسېدنه نه ده شوې.

د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د طالبانو پر وړاندې د شویو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. طالبانو تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. د راپورونو له مخې، جلال اباد ښار کې په تېرو دوو ورځو کې پنځه چاودنې شوې دي.

د پنجشېر ولایت په مقاومت جبهه کې ځينې سرچینې وایي چې پر دغه ولایت د طالبانو برید پر شا تمبول شوی او د دغې ډلې برید کوونکو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.

د کابل نړیوال هوايي ډګر په یوې دروازه کې د تېرې پنجشنبې ماښام ځانمرګي برید او چاودنو تر ۱۷۰ کسان ووژل او نږدې ۲۰۰ نور کسان یې ټپیان کړل.

وال سټرېټ ژورنال نن راپور ورکړی چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په دروازه کې د پرونۍ چاودنو له امله څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، په وژل شویو کې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۹۰ افغانان شامل دي. په دې چاودنو کې نږدې ۱۶۰کسان چې ۱۸ یې امریکایي سرتیري دي، ټپیان شوي دي.