
د نجونو پر زدهکړو د بندیزونو دوام؛ عربستان: د ا.ا له پرېکړې خواشینی یم
په پوهنتونونو کې د نجونو د زدهکړو بندېدو په اړه د غبرګونونو پر دوام د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسلامي امارت له دې پرېکړې خواشینی او حیران شوی دی.

په پوهنتونونو کې د نجونو د زدهکړو بندېدو په اړه د غبرګونونو پر دوام د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسلامي امارت له دې پرېکړې خواشینی او حیران شوی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل نن پر ټویټر د نجونو پر مخ د پوهنتون د دروازو تړل کېدو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه غندلې ده.
نوموړي د اسلامي امارت د دې پرېکړې د غندنې ترڅنګ، ویلي چې دا په نړۍ کې یوه بېمخینې کار دی.

د اسلامي امارت له لوري د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړیالانو د زدهکړو ځنډېدو ته د غبرګونونو پر دوام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ ویلي چې دغه پرېکړه په ټولنه کې له مساوي زدهکړو د ښځو او نجونو د محرومولو په معنی ده.

د اسلامي امارت له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړیالانو د زدهکړو بهیر ځنډېدو ته د غبرګونونو په لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په اړه ناهیلې ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتنه کړې چې پر خپلې کړې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او موسسو ته په یوه مکتوب کې لیکلي چې د کابینې د پرېکړې له مخې، تر بل امر پورې په پوهنتونونو کې د نجونو د زدهکړو بهیر ودروي. په همدې حال کې د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي هم تایید کړه چې یاد مکتوب د دغه وزارت له لوري خپور شوی او سم دی.

زرغونه حیدري چې بدخشان کې د لسم ټولګي زدهکوونکې ده او له څو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د غالیو اوبدونکو ټولنې له لوري د غالیو اوبدلو په کارخونه کې غالۍ اوبي، وايي چې د زدهکړو له کبله د ورپېښ خپګان نه د ځان ژغورلو په موخه یې دغه کار ته مخه کړې ده.

په کابل کې له اعظم دارالمعلمین څخه تازه فارغې شوې نجونې د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنه ښيي او وايي، ګڼشمېر مېرمنو ته د کور سرپرستي ور پر غاړه ده او پهکار ده چې لپاره یې د کار اسانتیاوې برابرې شي.
له دغه دارالمعلمین نه تازه ۳۸ نجونې فارغې شوې.

په روزګان کې د لومړنیو ښوونځیو یوشمېر زدهکوونکې وايي، سره له دې چې ښوونیز کال په خلاصېدو دی، خو دوی لا کتابونه او درسي توکي نه لري.
د دوی په وینا، په ښوونځیو کې ښوونکي هم کم دي او دغه وضعیت یې پر زدهکړو منفي اغېز کړی دی. دغه نجونې له مسوولانو غواړي چې دوی ته پاملرنه وکړي او لپاره یې د زدهکړو اسانتیاوې برابرې کړي.

کابل کې یوشمېر نجونو پرون د خپلې انځورګرۍ او میناتورۍ اثار چې د ښځو پر وړاندې شته ستونزې او محدودیتونه، سوله او د جګړې منفي پایلې، ناامني او د زدهکړو ارزښت پهکې انځور شوی و، نندارې ته کېښودل. دغه راز، دغو انځورګرانو په خپلو اثارو کې د زدهکړو ارزښت او د افغانانو کلتور هم انځور کړی او نندارې ته وړاندې کړي دي.

کله چې د تخار په مرکز تالقان ښار کې ګرځې، تر هر څه د مخه به د خلکو له ناچارۍ او ناخوښیو سره مخ کېږي. دلته به داسې نجونې او ښځې ووینې چې بنډل بنډل ډوډۍ یې مخې ته ايښي او دې ته په تمه دي چې څوک ورشي او ترې ویې پېري. په دې ډله کې، داسې نجونې هم شته چې د درسي ټولګي پر ځای، د ناچارۍ له کبله دلته ناستې دي او سهار تر بېګاه د څو پیسو موندلو لپاره زیار ګالي.

د المان دولت اعلان کړی چې افغانستان کې ناسم بشردوستانه وضعیت ته په پام له افغانانو سره ۹۰ میلیونه یورو نوره مرسته هم کوي.

د سمنګان د لوړو زدهکړو موسسې مسوولان وايي چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۳۵زره ډالرو په ارزښت دغه موسسه کې د هلکانو لپاره د فوټبال او د نجونو لپاره د ټېنس لوبغالي جوړ کړي دي.

د هرات محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې ۵۵۰ نجونې او هلکان د مسلکي زدهکړو له یوه مرکز نه فارغ شول. د دوی په وینا، دغه پروګرام شپږ میاشتې مخکې د «هېلپ-Help» موسسې له لوري پیل شوی او نن پای ته ورسېده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولې یا یوناما له مشرې روزا اوټونبایوا سره یې د پېژندګلوۍ لیدنه کړې ده.

هرات کې یوشمېر ښځینه ښوونکو نن په دغه ولایت کې د سږني کانکور ازموینه کې د بریالي شویو زدهکوونکو په ستاینغونډه کې ټینګار وکړ چې د نجونو پر مخ باید ښوونځي پرانېستل شي. دا غونډه د هرات د پوهنې ریاست له لوري جوړې شوې وه.

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې نن دوشنبه د (لړم ۱۶مه) په مرکز ګردېز کې د روغتیایي علومو له انستیټیوټ څخه د فزیوتراپي له څانګې ۱۶ نجونې فارغې شوې.