Asset 1SWN

د پکتیا د روغتیایي علومو انسټیټیوټ څخه ۱۶ نجونې فارغې شوې

۱

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې نن دوشنبه د (لړم ۱۶مه) په مرکز ګردېز کې د روغتیایي علومو له انستیټیوټ څخه د فزیوتراپي له څانګې ۱۶ نجونې فارغې شوې.

له یاد انسټیټیوټ څخه فارغې شوې نجونې سلام‌وطندار ته وایي چې دری کلنې زده‌کړې یې د فزیوتراپۍ په برخه کې په بریالۍ توګه بشپړې کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی همداراز په دغه ولایت کې له چارواکو غوښتنه وکړه چې د کار زمینه دې ورته برابره کړي او دندې دې ورکړي.

د پکتیا د روغتیايي علومو له انسټیټیوټ څخه فارغې شوې نجونې زیاتوي چې دوی له موسساتو او د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل چې په راتلونکې کې هم د نجونو لپاره د دا ډول زده‌کړو زمینه برابره کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیا د روغتیاي علومو انستیټیوټ د ناروې کمېټې له‌خوا تمویلېږي چې د پکتیا په ګډون د خوست، پکتیکا، غزني او لوګر ولایتونو نجونې او هلکان په بېلابېلو برخو کې زده‌کړې په‌کې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام