لوګر کې سېلابونه؛ درې ښځې مړې شوي

د لوګر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال درې ښځې مړې شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د یاد ولایت د والي ویاند عمر منصور سلام‌وطندار ته ویلي، د شویو اورښتونو له کبله په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي. د عمر منصور په وینا، په څرخ ولسوالي کې د راوتلو سېلابونو له کبله درې ښځې مړې شوې دي.

خوست کې د سېلابونو راوتلو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي

په خوست کې یوې سرچینې ویلي، بېګاه شپه د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې د یوې کورنۍ د دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي. بل‌خوا د یادو کسانو د کورنۍ یوه غړي سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه یې د کورنۍ څلور غړي سېلاب وړي او مړه شوي دي.

هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۲۰ کسان مړه شوي

په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله خلکو ته ګڼ‌ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د نورستان د ځنګلونو له اورلګېدنې نیولې، بیا په خوست او پکتیکا مرګونې زلزلې او په وروستیو څو ورځو کې نږدې ټول افغانستان کې د سېلابونو راوتل په پراخه کچه خلک اغېزمن کړي دي.

دایکندي کې د سېلابونو راوتلو له امله یوه نجلۍ مړه شوې

په دایکندي کې محلي سرچینې او رسنۍ وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې په مرکز او شهرستان، میرامور او خدیر ولسوالیو کې د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یوه نجلۍ مړه شوې او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولې دي. د دایکندي د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، د دغه کلي اوسېدونکو د یادې ۱۱کلنې نجلۍ جسد نن له خټو رایستلی دی.

پکتیا کې د سېلابونو له امله اته کسان مړه شوي او ۲۰ ټپیان دي

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې راهیسې په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالي کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د پکتیا د اطلاعاتو او  فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلام‌وطندار ته ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله اته کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

روزګان کې سېلابونو دوه کسان مړه کړي

د روزګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله ګڼ سېلابونه راوتلي چې پرمهال دوه کسان مړه شوي او ګڼ‌شمېر خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د مسوولانو په وینا، سېلابونه د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ او یو‌شمېر ولسوالیو کې راوتلې دي. په همدې حال کې د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکي د روزګان له محلي ادارې او مرستندویه بنسټونو  د مرستو غوښتنه کوي.

په لسو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۳ کسان مړه او ۲۰ ټپیان شوي

په تېره شوه شپه او ورځ کې په میدان وردګ، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، پروان، لوګر، کونړ، غزني، خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې له ځاني زیان سربېره یې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

 میدان وردګ کې سېلابونو ۱۵ کسان مړه کړي

د میدان وردګ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو پرمهال سېلابونه راوتلي چې له امله یې ۱۵ کسان مړه شوي دي.

د میدان وردګ د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار  ته ویلي چې بېګاه ناوخته د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار او شپږ ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

لوګر کې سېلابونو یو کس مړ کړی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي

د لوګر د کرنې او مالدارۍ  ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بره‌کي برک، څرخ محمداغې او خروار ولسوالیو کې د پرون ورځې بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یو کس مړ شوی او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا، د دغه ولایت په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.

کونړ، نورستان، لغمان او لوګر ولایتونو کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

تېره ورځ یوشمېر ختیځو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي. د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نجیب‌الله حنیف سلام‌وطندار ته وویل، سېلابونو د چپې‌درې ولسوالي او ورته نږدې سیمې ځپلي دي.