نورستان کې سېلابونو یو کلی وړی

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام‌وطندار ته ویلي چې سېلابونو تېره شپه شاوخوا دولس بجې د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالي کې د میردېش په نوم کلي لسګونه کورونه له انسانانو او حیواناتو سره وړي دي. د هغه په خبره، د لومړنیو معلوماتو له مخې، لسګونه کسان په‌کې مړه شوي هم دي. نوموړی وايي، یاده سیمه د طالبانو په ولکه کې ده او د حکومتي مرستو رسولو او ژغورنې ډلګیو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

د هوا ګرمېدو له امله د پنجشېر د طبیعي یخچالونو د ویلي کېدو ګواښ

وروسته له هغې چې تېره اوونۍ د پنجشېر ولایت اړوند د حصه اول ولسوالي په «پیش‌غور» کلي کې پراخ سېلابونه راووتل، یوې سرچینې دغه سېلابونه د طبیعي یخچالونو له امله یاد کړل، اوس د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې د «پیش‌غور» کلي لوړو څوکو ته د څېړنې لپاره یو ټیم استولی دی.