اوچا: افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه له ۷۰ نه ۹۷ سلنې ته لوړه شوې

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال پر مهال د بې‌وزلۍ کچه ۴۷ او په ۲۰۲۱ کې ۷۰ سلنه وه، خو په ۲۰۲۲ کې ۹۷ سلنې ته لوړه شوې ده.
په دغه راپور کې د ګټې‌وټې کمېدل، د بیو لوړوالی او د نغدو پیسو ناورین افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچې لوړوالي لاملونه یاد شوي دي.

لوګر کې د کرنیزو محصولاتو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

لوګر کې نن د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له‌ لوري د کرنیزو محصلاتو یو ورځنۍ نندارتون جوړ شو.
د کرنې او مالدارۍ وزیر عطا‌الله عمري په دغه نندارتون کې ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کرنه او مالدارۍ سخته ځپل شوې او هڅه کوي چې دې برخې ته پام ډېر کړي.

افغانستان کې وروستیو سېلابونو د دوو میلیارډه ډالرو زیان اړولی

د اسلامي امارت چارواکي وايي، هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو د جبران لپاره له ۳۰۰ میلیونه ډېرو ډالرو ته اړتیا ده.
د بهرنیو چارو وزارت نن د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو د جبران لپاره د نړیوالو مرستو د را ټولولو لپاره د نړیوالو مرستندویه سازمانونو او یوشمېر سفارتونو په ګډون یوه غونډه را بللې وه.

ننګرهار او لغمان کې سېلابونه؛ هوايي ځواک ٤٠٠ کسان ژغورلي

په ختیځ زون کې امنیتي مسوولان وايي چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې یې په سېلابونو کې ایسار پاتي ۴۰۰ کسان د هوايي ځواکونو او چورلکو په مرسته ژغورلي دي. د څو ورځو راهیسې پرله‌پسې بارانونو او سېلابونو ختیځو ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

لوګر کې د مرستو د وېش په اړه د سېلاب‌ځپلیو شکایت

د لوګر په خوښۍ ولسوالي کې وروستیو سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ، خلکو ته ډېر مالي زیانونه واړول او ورپسې ځايي خلکو ته څه‌ناڅه مرستې هم ولېږدول شوې.
خو د دې ولسوالي اوسېدونکي په روڼتیا سره پر خلکو د مرستو د وېش په اړه شکایت کوي. د خوښۍ ولسوالي قومي مشر سردارمحمد په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې ور رسېدلې مرستې د اړیکو له مخې پر خلکو وېشل کېږي.

لوګر کې سېلابونه؛ تراوسه د ۱۲ کسانو جسدونه موندل شوي او ۶۰۰ کورونه نړېدلي

د لوګر د طبعیي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د پرونيو اورښت له امله د یاد ولایت په مرکز پل‌علم او خوښۍ ولسوالي کې سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. د نوموړي په وینا، خوښي ولسوالي کې د سېلاب ځپلیو کورنیو د ژغورنې هڅې پيل شوي او لسګونه کورنې یې خوندي ځایونونو ته لېږدولي دي.

پروان کې سېلابونه؛ تراوسه ۳۱ کسان مړه او ۱۷ ټپیان شوي

باختري خبري اژانس د پروان محلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه ولایت د سیاه‌ګرد او شینواري ولسوالیو ځینو برخو کې د راوتلو سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د راپور پربنسټ، پروان کې د سېلابونو راوتلو له امله لسګونه کسان لادرکه شوي هم دي. باختر اژانس ویلي چې ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.

 میدان‌وردګ کې سېلابونو یو روغتیايي مرکز په بشپړه توګه ویجاړ کړی

د میدان‌وردګ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د بېګاه شپې د سېلابونو راوتو له امله د سیداباد ولسوالي د «درې دواب» کلي روغتیايي مرکز په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی. نوموړی زیاتوي چې له ولایتي روغتون څخه یې یادې سیمې ته سیاره روغتیایي ډله رسېدلې او زیانمنو خلک ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.