اسلامي امارت: کابل کې پر پاسپورټ ریاست د برید مخه ونیول شوه
د اسلامي امارت امنیتي چارواکي وايي چې نن غرمه یې د کابل پر پاسپورټ ریاست د برید مخه نیولې او برید کوونکی یې له موخې وړاندې وژلی دی.
د اسلامي امارت امنیتي چارواکي وايي چې نن غرمه یې د کابل پر پاسپورټ ریاست د برید مخه نیولې او برید کوونکی یې له موخې وړاندې وژلی دی.
په ننګرهار کې یوه محلي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالي کې ناپېژنده کسانو په یوه کور برید کړی او د چړو او تبر په وسیله یې درې کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې نن په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د وروستیو اوونیو پر مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څو پېښې ثبت شوې دي.
فرانسپرس خبري اژانس د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې د سردار محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون د داعش ډلې په پروني وسلهوال برید کې د کابل د قولاردو قومندان هم وژل شوی دی. فرانسپرس د طالب چارواکو له قوله ویلي چې په دغه برید کې د حمدالله مخلص په نوم د دوی یو پوځي قومندان له وسلهوالو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
پرون ماسپښین د کندهار ولایت د لومړۍ حوزې اړوند د شیعه وګړو د «فاطمیه امامبارګاه» جومات کې پر لمونځ کوونکو درې چاودنې وشوې چې په پایله کې یې شاوخوا ۶۲ کسان ووژل شول او څه باندې ۷۰ کسان ټپیان شول چې دغه برید له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش ویلي چې په کندهار کې د شیعهګانو پر جومات مرګونی برید دې ډلې کړی دی. اعماق خبري اژانس چې داعش پورې اړوند خبرونه خپروي، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کندهار په لومړۍ حوزه کې پر «امامبارګاه فاطمیه» جومات د مرګوني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.
د کندهار ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د اهل تشیع په «فاطمیه امامبارګاه» جومات کې نن د جمعې لمانځه پر مهال د چاودنې له امله ۳۲ کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان دي. د پېښې یوشمېر عیني شاهدان وایي، چاودنې درې وې، خو ځينې نور بیا وايي، یوازې د یوې درنې چاودنې غږ یې اورېدلی دی.
یوه ځانمرګي بریدکونکي پرون ورځ د کندوز ښار خاناباد بندر کې د اهل تشیع په سیداباد جماعت کې د لمونځکونکو ترمنځ خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګژوبله واوښته. د اسلامي امارت مسوولانو سلاموطندار ته ویلي، په دغه برید کې تر ۵۰ ډېر لمونځکونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان دي.
د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش دوه ورځې وړاندې د کابل ښار د عیدګاه جومات دروازې مخته د شوې چاودنې مسوولیت منلی دی. د اعماق خبري اژانس چې داعش پورې اړوند خبرونه خپروي، راپور ورکړی چې په دغه ځانمرګي برید کې یې لسګونه «طالب ملېشې» وژلي او ټپیان کړي دي.
بېګاه ماښام د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار اړوند په پنځمه حوزه کې ناپېژنده وسلهوالو د سید معروف سادات په نوم د یوه خبریال په ګډون درې کسان وژلي دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې په دغه پېښه کې دوه طالبان وژل شوي او د خبریال سیدمعروف سادات د زوی په ګډون دوه ملکیان ټپیان دي.
روسیې له تاجکستان او طالبانو غوښتنه کړې چې دواړه لوري دي خپلمنځي لانجه د منلو شویو لارو څخه هواره کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو پر اساس، په لسګونه زره طالب جنګیالي تاجکستان سره پولې ته نږدې په تخار ولایت او سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
اسیا کې له خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوې خبرپاڼه کې د سلاموطندار راډیو پر خبریال او اډېټور محمدعلي احمدي وسلهوال برید افغانستان کې د اطلاع رسونې پر وړاندې ستر ګواښ بللی دی. اسیا کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې همغږی کوونکی سټیوان بټلر له طالبانو غوښتي چې د یاد برید د څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پیل کړي.
د پنجشېر ولایت په مقاومت جبهه کې ځينې سرچینې وایي چې پر دغه ولایت د طالبانو برید پر شا تمبول شوی او د دغې ډلې برید کوونکو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
د پنجشېر د عنابه ولسوالي د تاواخ سیمې اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې د نامسووله وسلهوالو د یوې ډلې مشر حمید خراساني بېګاه په یاده سیمه کې د ولسي پاڅونوالو پر پوسته برید کړی دی.
دوی وايي، حمید خراساني داسې مهال پر ولسي پاڅونوالو برید کړی چې د طالبانو بیرغ ورسره و.
په میدان وردک ولایت کې د ملکیان پر یوه موټر د برید له امله د یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. دغه فلانکوچ ډوله موټر چې نن سهار له دایکندي څخه کابل ولایت ته پر لار وو، میدان ښار ته نږدې د دویم نمبر لارې په اوږدو کې تر برید لاندې راغلي چې له امله یې دغه مرګژوبله رامنځ ته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي چې کابل کې د دفاع وزارت سرپرست بسمالله محمدي پر کور د وسلهوالو برید له پنځه ساعته نښتې وروسته پای ته رسېدلې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي چې د دغې نښتې پر مهال د یوې مېرمنې په ګډون ۸کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. ډېری وژل شوي او ټپیان ملکیان دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون