لوګر کې د بېلابېلو وسلهوالو بریدونو پرمهال درې کسان وژل شوي
د لوګر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د بېلابېلو وسلهوالو بریدونو پرمهال د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته ویلي، ناپېژنده وسلهوالو د مرکز پلعلم ښار په «التمور» او حصارک سیمو کې په جلا جلا پېښو کې یو کس او یو موټر چلوونکی په ډزو وژلي دي.