فراه کې د ملي اردو یوې پوستې سقوط؛ لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي

په فراه کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې د ملي اردو یوه پوسته د طالبانو لاس ته ورغلې او لږترلږه ۳۰ سرتېري په‌کې وژل شوي دي.
د فراه د ولایتي شورا غړی خیرمحمد نورزي سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو سهار وختي شاوخوا ۲ بجې د بالابلوک ولسوالي په شیوان سیمه کې د یوې سمڅې په اېستلو او چاودنې سره د ملي اردو یوه مرکز ته ورغلي دي.

د بغلان پوهنتون پر استادانو برید؛ ۲ کسان وژل شوي او ۶ ټپیان دي

په بغلان کې باوري امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو د بغلان ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په «جلازيي» سیمه کې د بغلان پوهنتون د کرنې پوهنځي د استادانو او زده‌کړیالانو پر موټر برید کړی دی.
د سرچینو په وینا، په دغه برید کې موټرچلوونکی وژل شوی او ۴ استادان ټپیان شوي دي. خو د بغلان ولایتي روغتون ډاکټران وايي چې د موټرچلوونکي او یوه زده‌کړیال جسدونه ور وړل شوي دي.

د بسم‌الله عادل د کورنۍ درې غړیو د وژل کېدو پر وړاندې غبرګونونه

د ناپېژنده وسله‌والو له لوري د غور غږ راډیو د مسوول مدیر بسم‌الله عادل ایماق د کورنۍ درې غړیو وژل کېدو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د دې پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د بسم‌الله عادل د کورنۍ پر غړیو د ناپېژنده وسله‌والو برید غندلی او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې دا پېښه په بشپړه توګه وڅېړي، عاملان یې ونیسي او سزا ورکړي.

طالبانو په بغلان کې ۱۲ سرتېري وژلي

په بغلان کې باوري سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی او ۱۲ سرتېري یې وژلي دي.
دغو محلي او امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه د پلخمري ښار اړوند د بغلان‌-سمنګان او بغلان‌-‌کندوز پر لویو لارو د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی دی. د سرچینو په وینا، په دغه برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي، ۲ ټپیان دي او ۲ نور هم ورک دي.

کندوز کې پر یوې راډیو د خلکو د برید پېښه دې وڅېړل شي

په کندوز کې یوشمېر سرچینې او د پېښې عیني شاهدان وايي، سلګونو لمونځ‌کوونکو پرون د جمعې له لمانځه وروسته د فېروزکوه جومات د ملا امام په لارښوونه پر درېوو راډیوګانو برید وکړ. لمونځ‌کوونکو پر زهره، کیهان او چراغ راډیوګانو برید کړی دی.

کندوز کې ۱۲ امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي

د کندوز محلي مسوولان مني چې په دغه ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې دوه پولیس او ۱۲ پوځیان وژل شوي دي.
د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي سلام‌وطندار ته ویلي چې طالب جنګیالیو بېګاه شاوخوا ۱۰ بجې د کندوز ښار ختیځ ته د چرخاب سیمې په «سر حوض» برخه کې پر یوې پوستې برید کړی دی.