حکومت د جنايي جرمونو په څېړلو کې پاتې راغلی

د کابل ښار واټونه او کوڅې تل د جنايي پېښو او وژنو شاهدې وې، خو په دې وروستیو ورځو کې جنايي پيښې زیاتې شوي چې دغې چارې ښاریان اندېښمن کړي دي. که څه هم د قتل، وسله والو غلاوو، د ناقانونه وسلو لېږد او سړي تښتونو ته ورته جرمي پېښو کې ډېری وخت ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو په وروستیو کې د جنايي جرمنو په کړنلارې کې د بدلون په رامنځ ته کېدو سره ښاریان په ډله‌ییزه توګه قرباني ورکوي.

د ملي امنیت شورا: د کابل هوايي ډګر به له نړیوالو معیارونو سره سم فعال وي

د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د حامد کرزي هوايي ډګر به له نړیوالو معیارونو سره همداسې فعال پاتې شي. د دغه دفتر په وینا، د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار پرون په کابل کې د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو سره یوځای یاد هوايي ډګر او په‌کې د ناټو قومانداني لیدو ته ورغلی دی.

امریکا له ګواښ سره د کابل مخامخېدو پر مهال خپله هوايي مداخله ارزوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لوړوپوړو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې د دغه هېواد دفاع وزارت هغه مهال چې د افغانستان وضعیت د ناورین خوا ته ولاړ او د کابل په ګډون، لوی ښارونه له ګواښ سره مخ شي، د خپلې هوايي مداخلې څرنګوالی ارزوي. په راپور کې لیکل شوي چې تر اوسه په دې برخه کې پرېکړه نه ده شوې، خو ارزونه یې روانه ده.

افغان حکومت پاکستان ته: د سولې ویجاړوونکي په افغانستان کې د وینې تویوونکي دي

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو  وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې د سولې ویجاړوونکي هغه کسان دي چې جګړه‌یې ګړندۍ او په افغانستان کې یې وینې تویولو ته‌ دوام ورکړی دی. کابل دغه غبرګون په داسې حال کې ښوولی چې پرون ناوخته د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته درلوده.

حکومت پر سیدالشهدا ښوونځي د برید په څېړلو کې پاتې راغلی

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پلازمینې کابل لوېدیځ دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر سید الشهدا ښوونځي درې پرله پسې چاودنې وشوې چې له کبله یې څه باندې ۶۰زده‌کوونکي چې ډېری یې نجونې وې ووژل شولې او څه باندې ۱۵۰کسان پکې ټپیان شول، اوس د دغه برید د قربانیانو کورنۍ پر حکومت نیوکه کوي چې د دغې چاودنې په څېړلو کې پاتې راغلی او وایي چې تراوسه په دې اړه نه حکومت او نه هم اړوند بنسټونو کوم ګام پورته کړی دی.

زلمی خلیلزاد: هغه اوازې ناسمې دي چې طالبان به کابل ونیسي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، هغه ګونګوسې ناسمې دي چې ګواکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به وسله‌وال طالبان په چټګې سره پرمختګ وکړي او کابل به تر خپلې ولکې لاندې راولي.
زلمي خلیلزاد چې د امریکا د کانګرس د بهرنیوچارو کمېتې ته خبرې کولې وویل، دا تېروتنه ده چې افغان ځواکونه تیت او پرک کېږي او لنډ وخت کې به واک طالبان ته ورسېږي.

د کابل په یوه جومات کې چاودنه؛ د وژل شویو شمېر ۱۲ ته ورسېد

د کابل پولیس وايي چې د شکردرې ولسوالي په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال د چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ ته ورسېد.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، په یاده چاودنه کې د جومات مفتي نعمان هم وژل شوی او ۱۵ نور کسان ټپیان شوي دي. هغه زیاتوي، لا هم د مرګ‌ژوبلې شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي بدلون په‌کې راشي.

د کابل یوه جومات کې چاودنې ۶ کسان وژلي او له ۲۰ ډېر یې ټپیان کړي

د کابل د شکردرې ولسوال ګوهرخان بابري سلام‌وطندار ته ویلي چې نن ماسپښین شاوخوا یوه‌نیمه بجه د کابل شکردرې ولسوالي د حاجي بخشي سیمې په مرادبېک کلا کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.
د نوموړي په وینا، په یاده چاودنه کې د جومات د مفتي نعمان په ګډون، ۶ کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر نور ټپیان دي.

د کوه‌دامن په ۷ ولسوالیو کې د ډاکټرانو کار بندیز

د کابل شمال د کوه‌دامن په اوو ولسوالیو کې محلي او روغتیایي مسوولان، په دغو ولسوالیو کې له یوې اوونۍ راهیسې د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو د کاربندیز له امله د روغتیایي چوپړتیاوو د بندېدو خبر ورکوي. د کابل په ۷ ولسوالیو میربچه‌کوټ، قره‌باغ، کلکان، اسټالف، ګل‌دره، فرزه او شکردره کې روغتیایي کار‌کوونکو او ډاکټرانو کاربندیز کړی.

شنونکي: افغانستان ته د پاکستان او انګلستاني پوځي چارواکو سفر د اندېښنې وړ دی

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه او د انګلیستان د وسلوالو ځواکونو قوماندان جنرال نیکولس کارټر تېره ورځ افغانستان ته راغلي وو او له ولسمشرغني او د مصالحې عالې شورا له مشر سره یې د افغان سولې بهیر او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

خاورو ته د بې وارثې عاقلې سپارل

د کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې، سید الشهدا ښوونځي ته څېرمه پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو جنازې دغې سیمه کې د امید سبز ښارګوټي دانایي تپې کې خارو ته سپارلو لپاره ور وړل شوي دي. په دې جنازو کې د هغې نجلۍ جسد هم وه چې یوازې یې د بدن یو څو ټوټې په تابوت کې اېښودل شوي دي.

ننګرهار کې د کابل وروستۍ پېښې پر وړاندې د زده‌کوونکو غبرګون

ننګرهار کې د یوه خصوصي ښوونځي زده‌کوونکو نن په یوه خبري ناسته کې د کابل په دشت برچي کې د تېر ماښام پېښه او په هېواد کې وروستۍ ناامنۍ وغندلې. دغو زده‌کوونکو چې عمرونه یې د اوو او پنځلسو کلونو ترمنځ وو وویل، وروستي امنیتي حالت خواشیني کړي او پر ژوند او زده‌کړو یې منفي سیوری غوړولی دی.

د کابل پروني برید کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰ واوښت

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي چې د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي مرګوني برید کې د وژل شویو شمېر له ۵۰ اوښتی او څه باندې ۱۰۰ کسان په‌کې ټپیان شوي هم دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، په پېښه کې وژل شوي د سیمې اوسېدونکي او د ښوونځي زده‌کوونکي دي او په وینا یې، ډېری یې زده‌‌کوونکي دي.

د کابل په بېګانۍ اورلګېدنه کې څه تېر شول؟

بېګاه شاوخوا نهه بجې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند په مرادبېګ کلا سیمه کې د تېلو ټانکرو اور واخیست چې له کبله یې ډېری ټانکرونه د اور په لمبو کې وسوځېدل.
د دغې پېښې سیمې ته نن د سلام‌وطندار خبریاله حمیده مددي ورغلې ده. هغه وايي، د اورلګېدنې په سیمه کې ښکارېدل چې ټانکرونه په بشپړه توګه له منځه تللي وو او له اورلګېدنې څو ساعته وروسته لا هم پرې بل اور نه و مړ شوی.