عمران خان: افغانستان سره سولې ته د رسېدو په لاره او اوربند برخه کې مرسته کوو

د پاکستان لومړی وزير عمران خان نن «پنجشنبه د لړم ۲۹مه» کابل ته راغی. نوموړي نن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډه ناسته کې وويل، کابل ته راغلی تر څو ډاډ ورکړي چې دولت يې افغانستان سره د سولې او اوربند برخه کې مرسته کوي.

د پاکستان لومړي وزير په خپلو  خبرو کې وويل، د دواړو لوريو نيمايي نفوس له ترهګرۍ سره په جګړو کې زيانمن شوی.

د چارو شنونکي: کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر به د پام وړ پایلې ونه لري

یو شمېر پاکستاني او افغان شنونکي وايي، کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر به د پام وړ پایلې ونه لري او دا سفر به هم د نورو پاکستاني چارواکيو د سفرونو په څېر وي.

په داسې حال کې چې دوحه کې د افغان سولې له خبرو شاوخوا دوه میاشتې تېرېږي او تراوسه مشخصه پایله نه لري، د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ویلي، هېواد یې د القاعدې او د همکارانو د ماتولو په درشل کې دی او ډېر ژر به له افغانستانه سرتېري وباسي.

د پارک سینما ټغر ور ټول شو

کابل ښاروالۍ وايي، د پارک سینما ودانۍ د ورانولو چارې يې پيل کړې.  د يادې ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وایي، د پارک سینما ودانۍ د ګټې اخیستنې او د بيا جوړېدو وړ نه ده نو ځکه غواړي چې له منځه یې یوسي.
سميرا رسا دغه راز وایي، د یادې سینما له سره جوړولو لپاره تراوسه کومه طرحه نه ده جوړه شوې.
په ورته وخت کې افغان فلم د پارک سینما د ورانېدو په اړه غبرګون کې ويلي دي چې د یادې سینما ورانول د فرهنګ پر خلاف کار دی او د دې کار مخه باید ونیول شي.

ارګ پر يما سیاوش بريد «ترهګریز» وباله

ارګ د هېواد پر ځوان خبريال یما سیاوش برید ترهګريز وباله او هغه يې وغانده. د ولسمشر وياند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې یما سياوش په تازه‌ګۍ سره دولت کې کار پيل کړی و.

سپېدار هم د يوې اعلامیې په خپرولو سره د ځوانانو وژل « نه بښونکی جنايت» بللی دی. د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله له کشفي او استخباراتي بنسټونو غوښتي چې د يادې پېښې عاملان پيدا کړي.

خلک د سولې خبرو کې د طالبانو پر رښتينوالي باور نه‌لري

د ولسمشر دویم مرستيال سرور دانش وايي، طالبانو د سولې خبرو کې پرمختګ او د تاوتريخوالي په کمولو کې پر هېڅ ژمنې عمل نه دی کړی او دا پروسه بن‌بست سره مخ ده.

نوموړي په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو سره ليدنه کې ويلي چې خلک د سولې خبرو کې د طالبانو پر رښتينوالي باور نه‌لري.

یوناما: افغانستان کې چې هر ۱۰ملکيان وژل کېږي، ۴ يې ماشومان او ښځې دي

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ يا يوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د  ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه ليک د شلمې کالیزې په مناسبت په يوه اعلاميه کې

د افغانستان د ناامنيو ډېرېدو ته په اشارې ويلي، افغانستان کې چې هر ۱۰ملکيان وژل کېږي، ۴ يې ماشومان او ښځې دي.

کابل ښار کې چاودنه؛ ۱۷ملکيان وژل شوي او ۵۷ټپيان دي

د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار ۱۳مې حوزې اړوند د دشت برچي پل خشک سيمه کې چاودنه شوې چې له کبله يې ۱۳کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارين وايي، دا چاودنه نن مازديګر شاوخوا ۴ بجې او ۳۰ دقیقې شوې ده.

ماشومانو لپاره د زړه جراحۍ لومړنی مرکز ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني نن په کابل کې ماشومانو لپاره د زړه د جراحۍ لومړنی مرکز پرانيست. عثماني د دغه مرکز جوړول یو ښه ګام وګاڼه او ويې ويل، دغه مرکز به د ماشومانو د زړه عملیاتو په برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کړي.

صالح: بې اسنادو موټر ظبط کېږي

له دې وروسته بې اسنادو موټر ظبط کېږي او له قانوني کولو وروسته د پولیسو یا د شهیدانو د کورنیو په واک کې ورکول کېږي.

 د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه پرېکړه نن سهار په امنیتي غونډه کې شوې.

نظامي کارپوهان: د ارګ تازه پرېکړه، ناسم، تبليغاتي عمل او امنیتي بنسټونه کمزوري کوي

په کابل ښار کې د جنايي جرمونو او وسله‌والو غلاوو له زیاتېدو وروسته د خلکو په پراخو شکایتونو پسې، ولسمشر غني د کابل ښار د امنیت ټینګولو دنده څو اوونیو لپاره خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارلې. صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د امنیتي بنسټونو پياوړي کول یې د کارونو په لومړیتوب کې دي او د خپلې دندې پر مهال به پر جنایت کارانو هېڅ ډول رحم ونه کړي.