د برښنا پرچاوۍ زیاتوالی؛ مسوولان: خلک دې وزغمي

اوزبکستان له څو ورځو راهیسې په دغه هېواد کې د برښنا کموالي له کبله افغانستان ته خپله صادراتي برښنا ۶۶ سلنه کمه کړې چې له کبله یې د کابل په ګډون، د ۱۲ ولایتونو برښنا کمه شوې ده.
خو د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي چې خلک دې د برښنا کمېدو ستونزې تر حل پورې د برښنا پرچاوي وزغمي.
په همدې حال کې یوشمېر کابل ښاریان وايي چې د برښنا پرچاوۍ یې کاروبار ته زیانمن کړی دی.

ایمرجنسي روغتون: د شهرنو له برید نه درې جسدونه او ۱۸ ټپیان راوړل شوي

کابل کې ایمرجنسي روغتون پر ټویټر لیکلي چې په شهرنو کې له ننني برید څخه ټول‌ټال ۲۱ کسان دغه روغتون ته وروړل شوي چې درېوو هغو یې مخکې له مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بله‌خوا د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد څو شېبې مخکې پر ټویټر ولیکل چې شهرنو کې پر یوه هوټل شوی برید د درېوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

غور کې د معلولانو اعتراض؛ «په تېرو دوو کلونو کې له پامه غورځېدلي یوو»

د غور یوشمېر معلولانو نن سهار د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د دوی د حقونو نه ورکړې له کبله د اعتراض په توګه را ټول شول او له حکومت نه یې وغوښتل چې پام ورواړوي. امیرداد چې څلورکسیزه کورنۍ ور پر غاړه ده، له حکومت څخه غواړي چې د ده په ګډون، د ټولو معلولانو حقونه ورکړي.

بدخشان کې د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

د بدخشان محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په مایمي ولسوالي کې د سختو اورښتونو له کبله د یوه کور چت لوېدلی چې پر مهال یې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ویلي، پېښه د مایمي ولسوالي اړوند «زنیف» کلي کې رامنځته شوې او مړو شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

بلخ کې چاودنه؛ اته کسان وژل شوي او لس ټپیان دي

بلخ کې سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې نن سهار شاوخوا ۷:۱۵ دقیقې د مزارشریف ښار اړوند سیمه کې چاودنه شوې ده.

سرچینې ویلي، چاودنه د مزارشریف په سیداباد څلور لارې کې پر «۵۸۰» ډوله موټر د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده. خو مزارشریف کې د ابو علي سینا بلخي روغتون مسوولان وايي چې د چاودنې له ځایه دغه روغتون ته اته جسدونه او لس ټپیان وروړل شوي دي.

د هرات د ورېښمو صنعت‌کارانو ټولنه له ۲۵ کلن ځنډ وروسته بیا جوړه شوه

د هرات د کرنې ریاست مسوولانو د هرات د ورېښمو صنعت‌کارانو ټولنې د بیا جوړېدو موخه د ورېښمو یا د افغانستان د سپینو زرو صنعت وده او پرمختګ یادوي. د هرات د ورېښمو یو صنعت‌کار جمعه‌خان چې ۴۰ کاله یې په دې برخه کې کار کړی وايي، اوس د ورېښمو چینجیو لپاره څلور صندوقونه لري او که دغه صنعت ته پام وشي، نور پرمختګ به هم وکړي.

د وزګارتیا دردوونکې کیسې؛ «۲۵ کاله تجربه لرم، خو اوس پر اروايي ناروغیو اخته یم»

یوشمېر هغه کسان چې په تېر څه باندې یوه کال کې یې دندې له لاسه ورکړي، له سخت اقتصادي وضعیت او وزګارتیا سر ټکوي.
دغه کسان چې مېرمنې هم په‌کې دي، سره له دې چې ډېری یې لوړې زده‌کړې او کلونه کاري تجربې لري، خو اوس وزګارتیا په مخه کړي او سخت کړاوونه تجربه کوي.

ژمی او د کابل ککړه هوا؛ مسوولان: د تنفسي ناروغیو کچه ۹۰ سلنه لوړه شوې

د اندراګاندي روغتون د تنفسي څانګې مسوول سیف‌الله عباسین وايي، د کابل ککړې هوا په دې وروستیو کې پر تنفسي ناروغیو د خلکو د اخته کېدو کچه لوړه کړې ده.
هغه سلام‌وطندار ته ویلي: «د مني په پای او د ژمي په پیل کې د ککړې هوا له کبله د ماشومانو د ناروغۍ او مړینې کچه لوړېږي. اوس د ماشومانو د ناروغېدو او مړینې کچه ۹۰ سلنه لوړه شوې ده.»

بغلان کې یو کس وژل شوی

د بغلان محلي مسوولان وايي چې پرون پنج‌شنبه د لیندۍ درېیمه دغه ولایت کې یو کس وژل شوی دی.

د بغلان د امنیې قومنداني ویاند شېراحمد برهاني نن جمعه د لیندۍ دویمه سلام‌وطندار ته ویلي، دغه کس خیرالدین نومېده او د ژورو ټپونو له کبله یې ساه ورکړې ده.

هرات کې څه باندې ۵۰۰ زره ماشومانو ته د شري او ګوزڼ واکسین ورکول کېږي

نن په هرات کې د شري او ګوزڼ ناروغیو د واکسین کمپاین پیل شو. د هرات روغتیايي مسوولان وايي، ټاکل شوې د واکسین په دغه پړاو کې له رباط‌سنګي او ادرسکن ولسوالیو پرته د هرات په کچه څه باندې ۵۰۰ زره ماشومانو ته چې عمرونه یې له نهو میاشتو تر پنځو کلونو پورې وي، د شري او تر پنځه‌ کلنو ماشومانو ته هم د ګوزڼ واکسین ورکړل شي.