هرات ښار کې د کارګرو ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه اندېښنې

د هرات ښار یو‌شمېر اوسېدونکي دغه ښار کې د کارګرو ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي چې هرات ښار کې ګڼ‌شمېر ماشومان پر درنو کارونو او د «کباړ» پر راټولولو بوخت دي. یوشمېر دغه کارګر ماشومان بیا وايي، د اقتصادي ستونزو او بې‌وزلي له امله اړ دي چې درانه کارونه وکړي.

لغمان کې سږکال د «هوږې» حاصلات زیات شوي

لغمان کې کروندګر وايي چې د نورو کلونو په پرتله یې سږ کال د «هوږې» په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
دغه کروندګر زیاتوي چې پخوا به یې په ډېره کمه اندازه هوږه کرله او د ګټې‌وټې تمه به یې ورڅخه نه وه، خو په وینا یې، سږکال یې د هوږې حاصلات له تېر سره په پرتله زیات شوي دي. یاد کروندګر له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی محصولاتو ته مناسب بازار پیدا کړي.

سوریه: امریکا دې ژر تر ژره له دغه هېواد څخه ووځي

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې له ترهګرو او بېلتون غوښتونکو څخه له خپل ملاتړه لاس په سر شي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد له امریکا غواړي چې د ترهګرو او بېلتون غوښتونکو ډلو ملاتړ پرېږدي او له سوریې څخه دې ژر تر ژره ووځي.

ا.ا: نړۍ دې راسره رسمي تعامل وکړي؛ شنونکي: نړیواله ټولنه خپل شرایط لري

اسلامي امارت په تېر شاوخوا یونیم کال کې په ځلونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې رسمي تعامل ورسره وکړي او حکومت یې په رسمیت وپېژني، خو نړیوالې ټولنې په کور دننه د ا.ا د سیاستونو او پر خلکو، په تېره ښځینه‌وو د محدودیتونو لګولو له کبله دا غوښتنه منلې نه‌ده.

بلخ کې د خبریالانو پر غونډه چاودنه؛ ریچارډ بنټ: له افغان خبریالانو دې ملاتړ وشي

بلخ کې د خبریالانو پر غونډې شوې چاودنې ته د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ د افغان خبریالانو د لا ملاتړ غوښتنه وکړه. د یادونې وړ ده چې د تبیان فرهنګي مرکز کې تېره ورځ داسې مهال چاودنه وشوه چې یاد مرکز کې د خبریالانو د ملي ورځې نمانځنې لپاره تیاری نیول شوی و.

وزګارتیا او اقتصادي ستونزې؛ بې‌وزله کورنۍ: اولادو ته مو خواړه نشو برابرولی

کابل کې یوشمېر بې‌وزله کورنۍ وايي چې د خپلو اولادونو د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو برابرولو توان نه‌لري.

د کابل اوسېدونکې بنفشه د شپږو ماشومانو مور ده. نوموړې سلام‌وطندار ته وايي چې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله ډېری وخت خپل اولادونه نه‌شي مړولی. هغه چې یوه نمجن کور کې ژوند کوي، د کورنۍ سرپرست هم نه‌لري.

پکتیا کې سوداګر د ډندپټان له لارې پاکستان سره د رسمي ټرانزیټ غوښتنه کوي

پکتیا کې یوشمېر سوداګر اسلامي امارت څخه غواړي چې د ډنډپټان له لارې دې ورته پاکستان سره د رسمي ترانزیت زمینه برابره شي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم هره ورځ پر دې لارې سلګونه موټر تګ‌راتګ کوي او دواړو لوریو ته سوداګریز توکي لېږدول کېږي، خو په وینا یې، رسمي بڼه نه‌لري.

د پامیر اوسېدونکي: که ستونزې مو حل نشي، قرغیزستان ته کډه کوو

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روانې میلادي میاشتې تر ۲۶مه نېټې پورې د بدخشان په پامیر کې پر سختې تنفسي ناروغیو ۹۷ کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو د یادې سیمې اوسېدونکي د دې ناروغیو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه ښيي.

امیرخان متقي ازبکستان ته: د قرارداد له مخې برښنا را خوشې کړئ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، ازبکستان باید د قرارداد له مخې افغانستان ته برښنا را خوشې کړي.
هغه چې نن د کرنیزې پراختیا د وجهي صندوق په پرانېست‌غونډه کې خبرې کولې، د ازبکستان له لوري د برښنا پر پرې کېدو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه هېواد باید د قرارداد له مخې، افغانستان ته برښنا را خوشې کړي.

ریچارډ بنټ اسلامي امارت ته: پرېږدئ چې افغان نجونې زده‌کړې وکړي

د اسلامي امارت له لوري د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړیالانو د زده‌کړو ځنډېدو ته د غبرګونونو پر دوام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ ویلي چې دغه پرېکړه په ټولنه کې له مساوي زده‌کړو د ښځو او نجونو د محرومولو په معنی ده.

له زده‌کړو فارغې نجونې ښځو ته د کار برابرولو غوښتنه کوي

په کابل کې له اعظم دارالمعلمین څخه تازه فارغې شوې نجونې د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنه ښيي او وايي، ګڼ‌شمېر مېرمنو ته د کور سرپرستي ور پر غاړه ده او په‌کار ده چې لپاره یې د کار اسانتیاوې برابرې شي.
له دغه دارالمعلمین نه تازه ۳۸ نجونې فارغې شوې.

یونېسف افغان ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۱.۶۵ میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ملاتړې ادارې (یونېسف) اجرايي مدیرې کاترین راسل ویلي، نړۍ کې ۱۷۳میلیونه کسانو په ځانګړې توګه ۱۱۰ میلیونه ماشومانو سره مرستې لپاره ۱۰.۳ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري. د هغې په وینا، ماشومان بشردوستانه مرستو ته اړمن دي او نړۍ کې د نښتو، کډوالۍ، ناروغیو او خوارځواکۍ په ګډون له جدي ناورینونو سره مخ دي.

افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې؛ ا.ا: د نړیوالې ټولنې مرسته اړینه ده

د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د نړیوالې غونډې له پیلېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د اقلیمي بدلون د خطرونو کمېدو په موخه د اسلامي امارت سرپرست حکومت دې برخه کې له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه. ا.ا ویلي، هېواد کې د اقلیمي بدلون د خطرونو کمېدو برخه کې د نړیوالې ټولنې مرسته اړینه ده.