ټول‌ګډونه حکومت به افغانستان کې تل‌پاتې سولې ته لار هواره کړي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، اروپايي ټولنه ژمنه ده چې افغانستان په نړیواله اجنډا کې وساتي، خو نوموړي اسلامي امارت ته په اشارې سره ویلي چې وخت لنډ دی او باید اقدامات وکړي. په همدې حال کې د چارو یو‌شمېر شنونکي هم افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کوي.

هېواد کې د افغاني بانک‌نوټونو زړښت؛ ښاریان: نوې دې چاپ شي

یو‌شمېر هېواد‌وال د افغاني بانک‌نوټونو د زړښت او کمښت له امله شکایت کوي او وايي چې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی زیاتوي چې افغاني بانک‌نوټونه ډېر زاړه شوي او د اسلامي امارت سرپرست حکومت باید نوې افغانۍ چاپ او بازار ته وړاندې کړي.

کندهار کې د لوړ عمر‌ نجونې زده‌کوونکې له ښوونځيو ایستل شوي

د کندهار یوشمېر سیمو کې هغه نجونې زده‌کوونکې چې عمرونه یې لوړ دي او پنځم-شپږم ټولګیو کې زده‌کړې کوي، له ښوونځیو ایستل شوي دي. دغه نجونې وايي، د ښوونځيو د مديرانو له‌خوا ورته ويل شوي چې ښوونځيو ته دي نه ور‌ځي. دغه نجونې زده‌کوونکې د اسلامي امارت چارواکو څخه غوښتنه کوي چې ورته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

توماس نېکلسون: د افغان نجونو د ښوونځیو بیاپرانیستل لومړۍ درجه غوښتنه ده

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بیاپرانیستلو په اړه ډېرې خبرې کړې، خو افغانستان کې نور داسې مسایل هم شته چې باید پرې خبرې وشي. د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، د نجونو ښوونځیو بیاپرانیستل د دوی لومړیتوب دی.

افغان پانګه‌وال: ګاونډیان دې پر افغاني توکو تعرفې کمې کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو نن «د ملي صادراتو ناستې په نوم جوړې شوې غونډه کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې پر افغاني محصولاتو او توکو دې تعرفې کمې کړي. دا غونډه د هغو ۶۰ کورنیو سوداګریزو شرکتونو د ستاینې لپاره جوړه شوې وه چې تر نورو ډېر یې کورني تولیدات او محصولات بهر ته لېږلي دي.

روزګان کې د ښاروالي کارکوونکو اعتراض کړی

د روزګان د ترینکوټ ښاروالي لسګونه کارکوونکو نن ترینکوټ ښار کې د خپل ناوړه اقتصادي وضعیت له امله اعتراض وکړ او له اړوند ادارو او موسسو یې غوښتنه وکړه چې مرستې ورسره وکړي. اعتراض کوونکي وايي، د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ معاش لري چې د توکو لوړو بیو ته په پام یې د ژوند اړتیاوې پرې نه‌شي پوره کولای. یو‌شمېر نور اعتراض کوونکي هم وايي چې ټوله ورځ د ښار پر پاکولو بوخت وي او نور کار-روزګار نه‌شي کولای.

پکتیا کې شیعه‌ګان: د عاشورا مراسمو لپاره دې کلک امنیتي تدابیر ونیول شي

د عاشور ورځې په رانږدې‌کېدو سره پکتیا کې شیعه‌ مذهبي د ا.ا له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د عاشورا ورځې د لمانځنې مراسمو لپاره دې ورته کلک امنیتي تدابیر ونیول شي. دوی د پکتیا له محلي مسوولانو غوښتنه کوي چې د یادو مراسمو د ښه تر سراوي لپاره دې امنیتي تدابیر زیات شي.

امنیت شورا: ا.ا دې د ښځو پر ازادیو او حقونو له بندیز لګولو لاس واخلي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو هېوادونو له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ازادیو او اساسي حقونو د محدودیت له لګولو لاس واخلي. همداراز د امنیت شورا غړیو هېوادونو د افغانستان ناامنه وضعیت او سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او امنیتي  ننګونو او پر خلکو یې د اغېز په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

امریکا: د نجونو ښوونځیو نه پرانستل به د ا.ا او نړۍ پر اړیکو اغېز وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي له کوم ځنډ پرته بېرته پرانیزي. د دغې وزارت ویاند نیډ پرایس په یوې غونډه کې خبریالانو ته ویلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو تړل پاتې کېدل، په دغه هېواد کې میلیونونه افغانان ناهیلي کړي دي.