غزني کې د ټرافیکي څراغونو نه فعالېدو ټرافیکي ګډوډي جوړه کړې
غزني کې ټرافيکي څراغونه له دوو کلونو راهيسې د تخنيکي ستونزو له امله فعال نهدي. د غزني یوشمېر اوسېدونکي د دغو څراغونو د تنظیم او فعالولو په برخه کې پر مسوولو ادارو نیوکه کوي چې د دغو څراغونو په نه فعالېدو سره په ښار کې ګڼهګوڼه، ټرافیکي پېښې او د موټرچلوونکو له لوري له ټرافیکي اصولو د سرغړونې لامل شوي دي.