د روزګان دهراوود ولسوالي يو ځل بيا طالبانو ونيوله

روزګان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه او ځینې مدني فعالان وايي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه دهراوود ولسوالي دويم ځل لپاره ونیوله.

د دوی په وينا، وسله‌وال طالبان د ولسوالي مقام، امنیې قوماندانۍ، ملي امنیت مديريت او مرکزي جامع جومات په شاوخوا ودانیو کې لیدل کېږي.

حکومت ته د طالبانو خبرداری: که زموږ یو بندي اعدام شو، کابل به د شیعه‌ګانو پر وژنتون بدل کړو

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې «داعشي طالبانو» په یوه لیک کې ورته خبرداری ورکړی که د دې ډلې یو بندي هم په دار را وځړول شو، کابل به د شیعه‌ګانو پر وژنتون بدل او د هغو کسانو سرونه به پرې کړي چې دوی تښتولي دي.

د بشر حقونو کميسيون: د سولې بین‌الافغاني خبرې باید قرباني محوره وي

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر نن کابل کې د جګړې قربانیانو لومړنۍ غونډه کې، هېواد کې د جګړې د قربانیانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ويې ویل، دغه قربانیان ډېرو ننګونو په ځانګړې توګه خپلو اساسي حقونو ته نه‌لاسرسي سره مخ دي.

د بشري حقونو کمیسیون مشرې وویل، بین‌الافغاني خبرو کې باید پر بېړني اوربند او د جګړې پای ته رسولو هوکړه وشي او دغه بهیر باید قرباني‌محوره وي.

غزني کې د طالبانو موټربم چاودنه کې ۳ افغان ځواکونه وژل شوي

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه‌زاده سلام‌وطندار ته وویل، موټربم چاودنه نن چهارشنبه سهار د کابل ـ کندهار د لویې‌لارې پر سر اندړو ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو پر یوه مرکز شوې ده.

د نوموړي په وينا، دغه موټربم چاودنه کې ۳ افغان ځواکونه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

«سبا دوحه کې د سولې جدي بحثونه پیلېږي»

د ملي مصالحې عالي شورا په دوحه کې د مذاکره کوونکيو پلاويو ترمنځ د جدي بحثونو له پیله خبر ورکوي. د يادې شورا رييس عبدالله عبدالله چې نن په کابل کې د سولې، رسنۍ او مدني ټولنو په نوم یوه غونډه کې وينا کوله وويل، د دوحې د مذاکراتو لومړی پړاو چې پر کړنلاره بحث و، تېر شوی او تېره ورځ هم دواړو لوريو پر اجنډا خبرې کړې دي.

عبدالله زیاتوي چې نن هم د دواړو لوريو مذاکره کوونکيو پلاويو خپلو کې سره سلا مشورې درلودې او په پام کې ده سبا د پلاويو ترمنځ جدي بحثونه پیل شي.

امريکا د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ له لومړنۍ ناستې هرکلی وکړ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ د لومړنۍ  ناستې هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د افغانستان د سياسي رهبرانو اجماع پرېکړې نیونې لپاره يو مهم ګام دی.

نوموړی وايي، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټه د سولې خبرو کې د واک د وېش او دایمي اوربند لپاره یو با صلاحیته بنسټ دی.

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ لومړنۍ  ناسته وشوه

له شاوخوا ۷ مياشتو ځنډ وروسته نن په ارګ کې د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ ناسته وشوه. د ناستې پرانيسته کې ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله، سياسي رهبرانو، د حزبونو رهبرانو، د ملي شورا غړيو، ښځو او مدني ټولنو او همداراز د يادې کمېټې غړيو حضور درلود.

دې ناسته کې ولسمشر غني وویل، د روغې جوړې عالي شورا د افغانستان د یووالي استازیتوب کوي او اړتیا ده چې سولې ته د رسېدو لپاره ټول سره متحد شي.

کندهار کې موټربم چاوندې ۳ کسان وژلي او ۵ نور يې ټپیان کړي

د کندهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول جمال‌ناصر بارکزی وايي، وسله‌والو طالبانو نن سهار د ارغستان ولسوالۍ «صوفیانزو» سیمه کې هاموې ټانک څخه په ګټې اخیستو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید کړی.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۵ ټپيان نور دي. طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

امریکا په افغانستان کې ۲ لویې اډې ساتي

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک مېلي وايي، د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان تایید کړی دی خو د دې پلان پر بنسټ به امریکا په افغانستان کې دوې سترې اډې له ځان سره وساتي.

د رویټرز خبري اژانس او امریکايي رسنۍ له راپورونو سره سم، لوی درستیز جنرال مېلي په پروکینګز انستیتیوت کې خبرې کولې وویل، پر دوو لویو اډو سربېره به د امریکا پوځ څو کوچنۍ اډې هم ولري.

د سولې خبرو کې له پرمختګ سربېره هېواد کې جګړه په شدت دوام لري

د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو مرکه‌چي پلاوي له نږدې ۳میاشتو وروسته تېره ورځ د بین‌الافغاني خبرو د مقدمې په ګډون د طرزالعمل پر وروستي کېدو هوکړې ته ورسېدل.

دواړو لوريو یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، کاري کمېټو ته یې دنده سپارلې چې د اجنډا موضوعات ترتیب کړي؛ خو د سولې خبرو کې د دغه پرمختګ سربېره هېواد کې جګړې دوام لري.

ناټو د سولې خبرو کې د بن‌بست ماتېدو هرکلی وکړ

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د قطر په دوحه کې د سولې بين‌الافغاني خبرو کې د بن‌بست ماتېدو هرکلی وکړ.

قطر کې د حکومت او د طالبانو مرکچي پلاويو تېره ورځ وويل، د مذاکراتو د کړنلارې په اړه پخوا هوکړه شوې وه او د مقدمې په اړه هم هوکړه وشوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري او د طالبانو د مرکچي پلاوي وياند محمد نعيم په دوحه کې ويلي چې دواړه لوريو د سولې د خبرو پر اجنډا خبرې پيل کړې دي.

د سولې د مذاکراتو د مقدمې په اړه هوکړه وشوه

قطر کې د حکومت د مرکچي پلاوي یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وویل، د مذاکراتو د کړنلارې په اړه پخوا هوکړه شوې وه او د مقدمې په اړه ځینې ستونزې وې چې وضاحت ته اړتیا وه.

سرچینه وایي، وړمه ورځ انګلستان، امریکا، ملګروملتونو او اروپایي ټولنې د ځینو غړیو هېوادونو لکه جرمني او ناروې د استازو په منځګړیتوب سره حکومتي پلاوي ته وضاحت ورکړل شو چې د دواړو لورو د قناعت وړ و او پر مقدمې هم هوکړه وشوه.

وردکو کې ۳۹ ملکيانو سره د ۶ طالبانو تبادله

میدان‌وردکو کې مسوولان په دې ولايت کې له طالبانو د ۳۹ ملکي وګړيو د خوشې کېدو خبر ورکوي. د ياد ولايت د ولايتي شورا غړی احمد جعفري وايي، ټول هغه ۳۹ ملکي وګړي چې تېره اوونۍ طالبانو تښتولي وو، تېره شپه د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شول.

نوموړي وویل، د طالبانو ۶ جنګیالي چې ‌وردکو کې د نامسووله وسله‌والو قومندان علي‌پور سره وو، د دغو ۳۹ ملکیانو خوشې کولو په بدل کې طالبانو ته سپارل شوي.

دفاع وزارت: غزني کې د موټربم برید طراح ووژل شو

ملي دفاع وزارت غزني کې د پوځ پر یوه نظامي مرکز له خونړي برید یوه ورځ وروسته ویلي، د دغه برید طراح «حمزه نورستاني» تېره شپه ۷ نورو وسله‌والو سره د ګیرو ولسوالۍ «علي‌شېرخېل» سیمه کې وژل شوی دی.

بادغیس کې د پوځ د درېیمې لوا د ارکان رييس ووژل شو

بادغيس کې امنيتي مسوولان وايي، ياد ولايت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د درېيمې لوا د ارکان رييس وژل شوی دی.

بادغیس کې د پوځ د درېیمې لوا قومندان حسیب‌الله مسعود د ياد خبر په تاييد سره وايي، د دغه ولایت د پوځ د درېیمې لوا د ارکان رييس عبدالبصیر نورستاني تېره شپه بالامرغاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر کمپ د طالبانو له خوا د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې وژل شوی.