افغان دولت او طالبان پر اختلافي مواردو هوکړې ته رسېدلي

دوحه کې سرچينو رسنيو ته ويلي، د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي پلاويو ترمنځ پر اختلافي مواردو هوکړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن مخکې له غرمې د پاکستان لومړی وزير عمران خان هم کابل ته راغی او مذاکره کوونکي پلاوي پر کړنلارې هوکړې ته د رسېدو خبر ورکړ.

له دې وړاندې د دواړو لوريو ترمنځ خبرې اترې بن بست سره مخ شوې وې.

د بدخشان مايمي ولسوالۍ طالبانو ونیوله

بدخشان کې محلي مسوولان وايي چې د ياد ولايت مايمي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته پرېوته. د مايمي ولسوال کامبېز قرباني ياد خبر تاييد کړی دی.

د بدخشان له مايمي ولسوالۍ يوه سرچينه سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو د مايمي ولسوالۍ امنيې قومندان، د ملي امنيت مدير، جنايي مدير او يو شمېر امنيتي ځواکونه وژلي دي.

«که د سولې خبرې پایله ورنه‌کړي، ډېر کسان به کډوالۍ ته اړ شي»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت مسوولان وایي، د سولې خبرو له پیل راهیسې هېواد څخه بهر ته د کډوالۍ او د بېرته راګرځېدو په کچه کې توپیر نه‌دی راغلی؛ خو که د سولې خبرې پایله ور نه‌کړي، نو شونې ده چې ډېر کسان به هېواد څخه د کډه کېدو هڅې وکړي.

په داسې حال کې چې قطر کې د بین‌الافغاني خبرو له پیله شاوخوا دوه نیمې میاشتې تېرېږي او اوس په ټپه ولاړې دي؛ خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا بابري وايي، نورو هېوادونو ته د کډوالۍ او هېواد ته د بېرته راګرځېدونکيو په شمېر کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

خالد: ښايي د بهرنیو سرتېرو شمېر ډېر شي

د ملي دفاع وزارت نوماند او سرپرست وزير اسدالله خالد وايي، ښايي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر ډېر شي.

نوموړي چې نن سه شنبه د خپلو برنامو وړاندې کولو لپاره ولسي جرګه تللی ويلي، د بهرنيو ځواکونو د کمېدو د خپرو شويو راپورونو پر خلاف، ښايي د بهرنيو ځواکونو شمېر لوړ شي.

بدخشان کې د طالبانو په کمين کې ۱۱ محلي پولیس وژل شوي

د بدخشان د ولایتي شورا غړی ناجي نظري وايي، تېره شپه جرم ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه کمين کې د عمر په نوم د محلي پولیسو یو قومندان او لس نور سرتېري وژل شوي دي.

خو يوه بله سرچينه د نوم نه خپراوي په شرط سلام‌وطندار ته وویل، په دې برید کې ۱۲ محلي پولیسان وژل شوي او ۱۰ نور  ټپیان دي.

امنيتي ځواکونو بېرته د کندوز د دښت‌ارچي ولسوالۍ یو شمېر سيمې ونيولې

کندوز ولايت کې امنيتي مسوولان وایي، امنيتي ځواکونو له طالبانو د کندوز د دښت‌ارچي ولسوالۍ یو شمېر سيمې بېرته ونيولې.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو د ویاند مرستیال هادي جمال وايي، افغان ځواکونو د سې‌شنبې په سهار د کندوز د دښت‌ارچي ولسوالۍ بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل چې د ولسوالۍ مقام او امنیه قومنداني یې بېرته نیولې او عملیات یې دوام لري.

طالبانو بادغیس – هرات لويې لار کې دوه ښځينه پوليسې وژلي

د بادغيس ولايت امنيتي مسوولان وايي، طالبانو د بادغيس- هرات لويې لارې «برقک‌زده» سيمه کې دوه ښځينه پوليسې وژلې دي.

د ياد ولايت د ولايتي شورا رييس عبدالعزیز بېک د یاد خبر په تاييد سره سلام‌وطندار ته وايي، دغه پېښه تېره ورځ مازديګر مهال شوې ده.

ماشومان چې د ۵۰ افغاينو بدل کې طالبانو لپاره ماينونه خښوي

د جوزجان ځايي چارواکي مني چې وسله‌وال طالبان دغه ولایت کې ماشومانو ته پیسې ورکوي، ترڅو د افغان ځواکونو په لاره کې ماینونه خښ کړي. د دوی په خبره، طالبان ماشومان ته پنځوس افغان ورکوي، ترڅو پلچکونو، امنیتي پوستو او عامه تاسیساتو کې ماینونه خښ کړي.

شېرمحمد د هغه ۱۴ کلن جوزجاني ماشوم مستعار نوم دی چې د طالبانو له خوا په دولتي تاسیساتو کې د ماین اېښودلو لپاره د دغې ډلې له خوا جذب شوی. شېرمحمد وایي، د هر ماین اېښودلو لپاره ۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

طالبانو د کندوز دښت‌ارچي ولسوالۍ ونیوله

د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي، دښت‌ارچي ولسوالۍ د طالبانو د ډله‌ییزو بریدونو پایله کې سقوط شوې ده. یوه بله ځايي سرچینه هم وايي، طالبانو نن سهار پر دښت‌ارچي ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ بازار کې د شاوخوا سیمو پوستې خوشې کړي او شاه تګ یې کړی دی.

طالبان ۳ ولایتونو کې د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته جګړه کوي

د کندوز، پکتیا او فاریاب ولایتونو امنیتي او محلي مسوولان وايي، طالبان د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته نظامي ځایونه تشخیص او ځینو مواردو کې یې په امنیتي پوستو بمونه غورځولي دي.

سلام‌وطندار یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو له خوا کندوز کې د تصویر اخیستونکيو بې‌پیلوټه الوتکو له لارې نظامي ځایونو څخه د تصویرونو اخیستو او د ډرون له لوري پر ځینو دولتي ځایونو د بم غورځولو په اړه راپور خپور کړ.

«پر کابل پوهنتون د بريد طراح ونيول شو»

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د بريد طراح يې نيولی دی. نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، پر کابل پوهنتون د برید طراح عادل د محمد عارف زوی د پنجشېر اوسېدونکی دی چې تر درېیم ټولګي پورې یې د شرعياتو  پوهنځی لوستی دی.

د روزګان د دهراوود ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته ولوېد

د روزګان ولايت محلي مسوولان وايي، د دهراوود ولسوالۍ له مرکز نه امنيتي ځواکونو «تکتيکي شاتګ» کړی دی.

د روزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل ویلي چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو پر بازار او امنیې قومندانۍ او ولسوالۍ او نورو نظامي مرکزونو ډله‌ییز بریدونه کړي او امنيتي ځواکونو د ملکي کسانو د مرګ‌ژوبلې مخنيوي لپاره «تکتيکي شاتګ» کړی دی.

پکتيا کې طالبانو له ساختماني شرکتونو ۳۰۰ ميليونه افغانۍ اخيستي

د پکتيا ولايتي ادارې مسوولان وايي، وسله‌وال طالبان په زور او جبر د پرمختيايي پروژو له قرارداديانو، شرکتونو او سوداګرو په بېلابېلو نومونو پيسې ټولوي. د چارواکيو په خبره، طالبان د يو شمېر ټولګټو پروژو لپاره خنډونه جوړوي.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي له سلام‌وطندار سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د دې ولايت په ټولو پرمختيايي پروژو کې چې د ولس د هوساينې لپاره جوړېږي، وسله‌وال طالبان د بډو په توګه پيسې اخلي.