یونیسف له افغانستان سره ۳۲ ټُنه د طبي توکو مرسته وکړه
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا یونیسف له افغانستان سره ۳۲ ټنه روغتیايي توکي مرسته کړې ده.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا یونیسف له افغانستان سره ۳۲ ټنه روغتیايي توکي مرسته کړې ده.
کابل کې د چین سفیر وانګ یو پرون په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه هېواد د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، خپله د بشري مرستو لومړی چوپه افغانستان ته استولې ده. د چین سفیر ویلي چې دغو مرستو کې کمپلې او ګرمې جامې شاملې دي. وانګ یو زیاته کړه چې دغه مرستې د چین د خلکو او افغانانو ترمنځ د ژورې ملګرتیا ښکارندوي کوي
طالبانو ویلي چې امریکا د نړیوالو ژمنو خلاف د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د دغو سرغړونو مخه باید ونیول شي. د طالبانو له لوري په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې ټول حکومتونه له هغې ډلې طالبان د نړیوالو حقونو او قوانینو پر بنسټ، د خپل هوايي او ځمکيني حریم مالکان دي، خو امریکا د دوحې هوکړې خلاف په خپلو بېپيلوټه الوتکو سره د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.
وروسته له هغې چې د برېټانیې «ډیليمېل» ورځپاڼې د امریکا د ډیپلوماټیکو او استخباراتي ادارو د معلوماتو پربنسټ په یوه راپور کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د افغانستان مسلې په اړه له رامنځ ته کېدونکو احتمالي ستونزو په اړه خبر ورکړ، یوشمېر افغان شنونکي هم د پاکستان پر وړاندې د امریکا ودرېدل تاییدوي.
د روسیې تاس خبري اژانس د یاد هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال سرګي ورشینین له قوله راپور ورکړی چې تمه ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې «جي ۲۰» هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ویلي چې په دغه ناسته کې د ګډون لپاره باید دوی ته بلنلیک راواستول شي.
وروسته له هغې چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان السعود واک ته د طالبانو رسېدل او افغانستان ته د القاعدې شبکې او داعش ډلې راتګ د اندیښنې وړ وباله. د چارو ځينې شنونکي هم د داعش او القاعده په څېر د ترهګرو ډلو سر راپورته کول، جدي او ستر ګواښ بولي.
یوشمېر افغانان چې کلونه یې له بهرنیو ځواکونو سره په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وايي چې له هېواده د دوی د وتلو لپاره هېڅ هڅه نه ده شوې او د وتلو له بهیر څخه پاتې دي. دوی وايي، سره له دې چې په وار وار یې له اړونده چارواکو او بنسټونو سره اړیکه نیولې او د مرستې غوښتنه یې کړې ده، خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.
د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس آدهانوم د دغه سازمان د یوه پلاوي په مشري، نن کابل ته راغلی دی. د روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح رسنیو ته ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس او ورسره مل پلاوی یې نن کابل ته راغلي دي. دغه سفر وروسته له هغې کېږي چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا برخې سره خپلې مرستې ودرولې.
د پاکستان حکومت او خلکو له افغانستان سره د ۳۰۰ ټنه خوراکي او طبي توکو مرسته وکړه چې نن د تورخم له لارې په ۱۷ موټرو کې افغانستان ته رالېږدول شوې ده.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو راهیسې، نږدې ۱۵۳ رسنۍ اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي او ښځينه خبریالانې هم په رسنیو کې له کار کولو محرومې شي. دغه فدراسیون د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
په هېواد کې د وروستیو تحولاتو په لړ کې د نورو خوراکي او غیرخوراکو ترڅنګ د درملو په بیو کې هم ۱۵سلنه لوړوالی راغلی دی. د افغانستان د درملیزو خدمتونو ټولنې مشر اسدالله کاکړ وایي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره د درملو بیې له لسو تر ۱۵سلنه لوړې شوي دي.
د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ډېر ژر به بېرته منظمه اردو جوړه کړي او په دې برخه کې سلا مشورې روانې دي. هغه ټينګار کړی چې دغه پوځ به داسې روزنه ترلاسه کړي چې وکولای شي، له افغانستان څخه ساتنه وکړي. لوی درستیز وایي، دوی به هغه کسان چې د قوم او مقاومت د «دموکراسۍ څخه په ملاتړ» او د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په نوم د طالبانو پر وړاندې ودرېږي، له منځه به یې یوسي.
نږدې یوه میاشت وروسته له هغې چې امریکا د افغانستان پیسې کنګل کړې، کابل کې د خصوصي سکتور مسوولان وایي چې د پیسو کنګل کېدو سره اقتصادي فعالیتونه له ګڼو ننګونو سره مخ شوي دي.
واشنګټن ټایمز راپور ورکړی چې تمه ده د امریکا د حکومت لوړپوړي چارواکي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په اړه د ځواب ویلو لپاره د دغه هېواد د کانګرس له لوري احضار شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین به لومړی کس وي چې د استازیو د بهرنیو چارو او د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټو ته حاضر شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانیو استازیو محمود صیقل او دوکتور روان فرهادي، په ترکیې، اسپانیې او هند کې مخکینی افغان سفیر مسعود خلیلي، او په اروپايي ټولنه کې مخکیني استازي همایون تندر د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوترش ته یو لیک لیکلی او پکې یې له امنیت شورا غوښتي چې افغانستان کې د پاکستان تیري ته رسېدنه وکړي.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې زرګونه افغانانو د طالبانو له لوري د افغانستان د نیولو په اعتراض کې د آزادۍ په شعار سړکونو ته راوتلي دي. دغو اعتراض کوونکو په افغانستان کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه وغندله او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې دي د جنایت پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون