د جرمني په مونیخ کې درې ورځنۍ امنیتي غونډه چې د څلوېښتو هېوادونو ولسمشرانو او د بهرنیو چارو ۹۰ وزیرانو پهکې ګډون کړی، د افغانستان روان سیاسي وضعیت او د ښځو حقونه یې د بحث مهم موضوعات بلل کېږي.
د دې غونډې د ګډونوالو له ډلې د ۱۰ هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې پر افغان نجونو او ښځو د اسلامي امارت له لوري لګېدلي محدودیتونه په کلکه غندلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کاناډا، البانیا، بلجیم، فرانسې، جرمني، ایسلنډ او یوشمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په خبرپاڼه کې زیاته شوې:
«موږ د ۲۰۲۳ کال د مونیخ امنیتي غونډه کې د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانې په یوه غږ د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو د حذف لپاره د طالبانو هڅې په کلکه غندو. موږ پر ښځو د دغو محدودیتونو لرې کېدو لپاره یو موټی یوو، په تېره افغان ښځو، ماشومانو او نارینهوو ته چې اړمن دي، د بشري مرستو رسولو برخه کې د هغوی د بنسټیز رول لوبولو برخه کې.»
دې غونډې ته د افغان ښځو په استازولۍ وربلل شوې سیاسي فعاله محبوبه سراج وايي، د افغان ښځو حقونه اوس د ټولې نړۍ لپاره د بحث وړ موضوع ده. هغې سلاموطندار ته وویل:
«پرون هم نړۍ وه. هغوی د افغان ښځو په اړه خبرې وکړې، ډېرې پر ځای خبرې وې او دا مسله یې جدي وګڼله. خو هغه څه چې ما غوښتل د دوی پام ورته راواوړي، ملګري ملتونه باید د افغانستان ټول وضعیت سم مطالعه کړي او وګوري چې څنګه نړیوالې مرستې او نور مسایل څنګ په څنګ مخې ته تللی شي.»
په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آروین وايي، د مونیخ غونډه کې د افغان ښځو ګډون پر دوی د لګېدلیو بندیزونو غندنه ښيي چې نړۍ لاهم افغان ښځې نه یوازې له پامه نهدي غورځولي، بلکې ملاتړ ته یې را دانګلي دي.
خو د نړیوالو اړیکو شنونکی نذیراحمد رزاقي بیا باور لري چې په ورته غونډو کې د اسلامي امارت د اقداماتو غندل، پر هغوی د فشار راوړلو په مانا دي. هغه وايي، دا غونډه ډېره مهمه ده او اسلامي امارت ته یې پیغام ورکړ چې په کور دننه خپله سیاسي تګلاره بدله کړي.
بلهخوا د سیاسي چارو شنونکی او اسلامي امارت ته نږدې کس سیدذکرالله هاشمي وايي، د مونیخ امنیتي غونډې ته د اسلامي امارت هېڅ استازی نهدی وربلل شوی او په وینا یې، د افغانستان پر اوسني وضعیت به هېڅ اغېز و نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت لومړی له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې، بیا یې پارکونو او حمامونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه او ورپسې یې د هغوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې او په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې یې پر کار هم بندیز ولګاوه.