د کابل کارته سخي سیمه کې د پرونۍ وسلهوالې نښتې وروسته لا هم دغه سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او د خبریالانو په ګډون هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پېښې ځای ته ورنږدې شي.
په ورته مهال د پرون ورځې له نښتې څخه په اخیستل شویو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، پهکې لیدل کې چې د اسلامي امارت یو سرتېری د یوې بوشکې په وسیله هغه ودانۍ الوزوي چې د دوی په ګومان وسلهوال پهکې پټ دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغې ویډیو د پوځي چارو د یوشمېر شنونکو اندېښنې راپارولي دي. دوی وايي چې امنیتي ځواکونه باید له داسې تکتیکونو کار وانخلي چې د خلکو د اندېښنې لامل شي.
د پوځي کارپوه اسدالله ندیم په وینا، امنیتي ځواکونه باید له نویو تکتیکونو کار واخلي او هغه څه ونه کړي چې د عامو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
بلخوا د پوځي چارو یو بل کارپوه سروري نیازی بیا وايي چې کابل د داعش وسلهوالو شتون او د نښتې ځنډېدل، د اسلامي امارت د استخباراتي او امنیتي بنسټونو پر کمزوري مدیریت دلالت کوي.
هڅه مو وکړه چې د نښتې ځای له نږدې وګورو، خو د اسلامي امارت ځواکونو د نښتې سیمې ته د ورتلو اجازه رانهکړه. په ورته مهال د کابل کارته سخي سیمه کې په پرونۍ وسلهواله نښته کې د هستوګنې یوشمېر کورونو ته هم زیان اوښتی دی.
هغه تصویرونه چې سلاموطندار ته په لاس ورغلي، ښکاري چې د نښتې په سیمه کې د هستوګې یو کور په بشپړه توګه لهمنځه تللی دی.
د سيمې اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې د نښتې پرمهال امنیتي ځواکونو په بوشکو له جوړو شویو چاودېدونکو توکو کار اخیسته چې د نښتې سیمه کې یې د هستوګنې ګڼ کورونو ته زیانونه اړولي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په ورته مهال د اسلامي امارت سرپرست حکومت تایید کړې چې په دې پېښه کې ۶ کسان وژل شوي او څلور ټپي دی. د کابل امنیې قومنداني ویلي چې په پرونۍ وسلهواله نښته کې د یوې ښځینه پولیسې په ګډون د اسلامي امارت دوه سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي دی.