د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د شري ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلېدو څخه خبر ورکوي. دغه سازمان وايي، د شري ناروغۍ د واکسین تطبیق کمپاین د روانې مارچ میاشتې له ۱۲ څخه پیل شوی او تر ۱۷ پورې دوام کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې د شري ناروغۍ د واکسین دغه کمپاین کې څه باندې ۱.۲ میلیون ماشومان چې عمرونه یې له ۶ تر ۵۹ میاشتو وي، د هېواد ۲۴ ولایتونو کې واکسین کیږي.

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی لو داپنګ وايي، د شري واکسین د تطبیق کمپاین د دغې ناروغۍ د پراخېدو مخنیوي، د کم‌عمره ماشومانو د ژوند ژغورلو او پر روغتیايي نظام د فشار کمولو په موخه ترسره کیږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړې چې افغانستان کې د خوارځواکۍ د لوړې کچې له امله، په شري ناروغۍ د اخته کېدو مواردو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی. د لو داپنګ په وینا، خوارځواکي د بدن ایمني سیستم کمزوری کوي او خلک په ځانګړې توګه ماشومان د شري په څېر د ناروغیو پر وړاندې زیانمنوي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی زیاتوي: «زه له هرې مور او پلار څخه غوښتنه کوم چې خپل ماشومان د واکسین لپاره راولي او هغوی ته تر ټولو ښه ډالۍ ورکړي، ترڅو له وژونکې خو د مخنیوي وړ ناروغۍ څخه په امن کې شي. زه له ټولو خلکو غواړم چې له روغتیايي کارکوونکو ساتنه وکړي، ځکه هغوی ستاسو له اولادونو ساتنه کوي او دا ستاسو دنده ده چې د هغوی امنیت تضمین کړئ.»

د روغتیا د نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانستان د شري ناروغۍ د بیا را ژوندي کېدو چې د ۲۰۲۱ کال له لومړیو څخه پیل شوی، د تجربې په حال کې دی. د دغه سازمان په وینا، د ۲۰۲۱ کال له جنوري څخه د ۲۰۲۲ کال د مارچ تر ۱۳، د شري ناروغۍ ۴۸ زره او ۳۶۶ مورده او د مړینې ۲۵۰ پېښې ثبت شوي دي. همدارنګه یوازې ۲۰۲۲ کال کې تر ۱۸ زره زیات موارد ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۴۲ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې شری یوه ویروسي او ساري ناروغۍ ده او کم‌عمره او هغه ماشومان چې واکسین شوي نه وي، د دغې ناروغۍ له جدي خطر سره مخ دي. د شري ناروغۍ کمزورو کم‌عمره ماشومانو په ځانګړې توګه هغو کوچنیانو کې چې بدن یې کافي ویټامین A و نه لري، یا د بدن ایمني سیستم یې د نورو ناروغیو په دلیل کمزوری شوی وي، زیاته وي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د شري ناروغۍ د واکسین د تطبیق دغه کمپاین کې د ۲۴ ولایتونو ۴۹ ولسوالیو کې شاوخوا ۹ زره او ۲۰۰ روغتیايي کارکوونکي، داوطالبان او څارونکي شامل دي. د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه سازمان د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د واکسیناسیون بهیر په مدیریت کې ولایتي چارواکیو څخه ملاتړ کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام