د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او له دغه هېواد څخه یې غوښتنه کړې چې له کډوالو څخه د افغانستان پر وړاندې د فشار په توګه ګټه نه اخلي. شاه محمود قریشي وړمه ورځ ویلي‌ وو چې پاکستان په وروستیو څو کلونو کې د ۳.۵ میلیونه افغان کډوالو کوربه وو او له دې ډېر یې نه شي منلی.

قریشي ویلي چې پاکستان باید خپلې پولې وتړي او له خپلو ملي ګټو دفاع وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اندېښنې ښودلې وه چې افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېروالی به دغه هېواد ته د افغان کډوالو څپې ورماتې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له نیویارک ټایمز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و. که طالبان پر افغانستان ولکه ټينګه کړي، پاکستان به خپلې پولې وتړي. نوموړي ټینګار کړی و چې له نظامي لارې پر افغانستان د طالبانو ولکه به پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتللو سبب شي او ګن‌شمېر افغانان به دغه هېواد کې یوځل بیا کډوال شي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې هېواد ته له پاکستان څخه په عزت سره د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو دوامداره غوښتنه کوي او په دې برخه کې له پاکستان سره د شویو دوه اړخیزې هوکړې له لارې له هغې ډلې د سولې او یووالي لپاره د افغانستان-پاکستان په عملي پلان له پاکستان سره ګډ کار کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې چې نن یې خپره کړې، همداراز ویل شوي چې ګاوندي هېوادونه باید د کډوالو له مساله څخه د افغانستان پر وړاندې د فشار په توګه کار وانخلي. د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او د وینې درېدو په برخه کې د پاکستان ونډه، د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو د اندېښمنوونکو وړاندوینو او نظرونو په پرتله خورا مهمه او غېزمنه ده.



په وروستیو ورځو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د لفظي شخړو تازه لړۍ پیل شوې ده. وړمه ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې له افغاني طالبانو یې غوښتنه کړې چې پاکستان ته د افغانستان له خاورې د تحریک طالبان او نورو ترهګرو ډلو د ګواښونو مخه دې ونیسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دغو څرګندونو ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې تحریک طالبان په افغانستان کې رېښې نه لري او اسلام‌اباد باید له ترهګرو سره توپیري چلن ونه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام