د کډوالو نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې د افغان کډوالو له ځورونې او نیونې لاسه واخلي.

ملګري ملتونه د کډوالو وضعیت په اړه د عامه پوهاوي لوړولو په موخه هر کال د جون ۲۰مه د کډوالو نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ورځ داسې مهال رارسېږي چې په دې وروستیو کې پاکستان کې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو ناسم چلن او ځورونې پېښې زیاتې شوې دي.

د یاد سازمان په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د حکومت له پرځېدو وروسته ګڼ‌شمېر افغانانو د وېرې له امله پاکستان ته تښتېدلې چې د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلن سره مخ دي.

راپورکاږي چې پاکستان کې د کډوالو عالي کمېشنري سره د افغانان کډوالو د ثبت بهیر او د ویزو نوي‌کېدو پروسه ځنډنۍ ده چې دې چارې د پاکستان پولیسو ته له افغان کډوالو د پیسو اخیستل او ځورونې چانس په لاس ورکړی دی.


ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو کړاونه؛ «کډوالو ته به درانه کارونه ورکوئ»

ایران کې یو ۱۵کلن افغان کډوال په مرموز ډول وژل شوی

د ترکیې ټاکنې؛ افغان کډوالو د خپل برخلیک ټاکلو لپاره رایه کارولې


د بښنې نړیوال سازمان په دغه راپور کې ټينګار کړی چې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنري دې د افغان کډوال د ثبت او د اسنادو د بیاکتنې لړۍ چټکه کړي او پر پاکستان یې غږ کړی چې د ا فغانانو د نیونې او ځورونې د درېدو ترڅنګ دې دوی ته د ویزو پروسه اسانه کړي.

بل‌خوا د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنري د کډوالو نړیوالې ورځې په تړاو یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه په ټوله نړۍ کې ۳۵،۵ میلیونه وګړي کډوال شوي چې د تېر ۲۰۲۱ کال په پرتله اته میلیونه زیاتوالی ښيي.

د یادو کډوالو نږدې ۵۲سلنه یې د سوریې، اوکراین او افغانستان اړوند اوسېدونکي دي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د کډوالو نړیوالې ورځې رارسېدو سره هم‌مهاله د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنري د معلوماتو له مخې، دا مهال څه باندې درې میلیونه افغانان پاکستان کې کډوال دي. ایران کې هم میلیونونه افغانان د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کډوالو عالي کمېشنري د معلوماتو له مخې، نړۍ کې دا مهال د څه باندې ۳۵ میلیونه کډوالو سربېره څه باندې ۷۵ میلیونه په خپلو هېوادونو کې بې‌ځایه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام