د پکتيا ولایت روغتیايي مسوولان وايي چې په تېره یوه میاشت کې د سپیو له لوري د انسانانو داړل زیات شوي او په دغه موده کې ۲۰۴ کسان سپیو داړلي دي.

د پکتيا د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر اصيل خان په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په دې وروستیو کې د سپيو له لوري د انسانانو داړل زيات شوي او هر ورځ له شپږو څخه تر لسو کسانو پورې روغتون ته وروړل کېږي چې سپيو داړلي وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، ډېر احتمال هم شته چې يو‌شمېر سپيو د ليونتوب پر وخت دغه خلک داړلي وي، نو ځکه ورته د ليونتوب مخنيوي لپاره واکسين ورکول کېږي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل، «شپږ تر اوو پېښې هره ورځ راځي. معلوم نه دی چې لېوني دي او که عادي سپيو هم خوړلي وي، واکسين ورکوو. سږ کال دا پېښې زياتې دي. په ژمي کې ډېرې زياتې شوې.»

د ګردېز ښاروالي مسوولان په تېره یوه میاشت کې د سپيو له لوري د دومره کسانو داړل د اندېښنې وړ بولي وايي، تراوسه پورې د دې پېښو په اړه دوی ته هېڅ خبر نه‌دی ورکړل شوی.

د ګردېز ښاروال مولوي شريف الله الهام وویل، ډېر ژر به په دې اړه اقدام وکړي، څو خلک د سپيو له ضرر څخه په امن کې شي.

نوموړي وویل، «دغه پېښې له موږ سره چا نه دي شريکې کړي. که خبر وی موږ به خامخا اقدامات کړي وو. تراوسه موږ په دې اړوند خبر نه‌لرو، بيا هم که دا خبره رښتيا وي، اقدام کوو. ستونزه نشته، څومره چې زموږ مسووليت وي، هغه به خامخا کوو.»

د پکتیا ولایت د ښاروالۍ مسوولان وايي، راتلونکي کې به د عامې روغتيا رياست سره په ګډه د سپيو د ورکولو کمپاین هم پيل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ډاکټرانو په خبره، ژمي کې د سپیو داړلو پېښې ځکه زياتېږي چې د ښار په کوڅو او کليو کې سپي لوږې سره مخ کېږي. دوی وايي، په داسې وخت کې ډېر خطر د لېونيو سپيو هم وي چې په داړلو سره يې انسان هم د لېونتوب مرحلې ته ورځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام