د میدانوردګ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د بېګاه شپې د سېلابونو راوتو له امله د سیداباد ولسوالي د «درې دواب» کلي روغتیايي مرکز په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی.
د میدانوردګ د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد زرک ځیرک سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت سیداباد ولسوالي اړوند د تنګې سیمه کې د لومړنیو خدمتونو یو روغتیایي مرکز چې دوه میاشتې وړاندې یې په یوې کلیوالي سیمه کې فعالیت پیل کړی و، د بېګاه شپې د سېلابونو له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي چې له ولایتي روغتون څخه یې یادې سیمې ته سیاره روغتیایي ډله رسېدلې او زیانمنو خلک ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. د هغه په وینا، ویجاړ شوی روغتیایي مرکز به هم ډېر ژر بېرته فعاله کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یاد روغتیایي مرکز مشر ډاکتر سمېعالله وايي، د بېګاه شپې سېلابونو د یاد روغتیایي مرکز ودانۍ ویجاړه کړې او نهشي کولای چې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.