Asset 1SWN

ایران د بشردوستانه مرستو لومړنۍ جوپه بلخ ته را لېږلې

49a91586-1d06-420d-b039-ca4428793bd7

د بلخ د والي مرستیال نورالهادي ابوادریس وايي، د وروستیو سېلاب‌ځپلیو د لاسنیوي په موخه د ایران د بشردوستانه مرستو لومړنۍ جوپه چې شل ټنه ده، پرون بلخ ولایت ته رسېدلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دغو مرستو کې خوراکي او غیرخوراکي توکي شامل دي چې په بلخ کې به پر سېلاب‌ځپلیو ووېشل شي.

بله‌خوا په مزارشریف ښار کې د ایران سرکنسول حمیدرضا احمدي وايي، ټاکل شوې نورې مرستندویه کڅوړې یې هم په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته را ولېږل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې مخکې قطر، ترکیې او اوزبکستان هم په افغانستان کې د سېلاب‌ځپلیو د لاسنیوي په موخه خپلې بشردوستانه مرستې را لېږلې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام