که څه هم اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د یوه فرمان په ورکولو سره ویلي وو چې له هېواده بهر ته د زړو اوسپنو لېږد بندی شوی، خو د دې برخې کاروباریان او صنعتکاران لا هم پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي.
د اوسپنې یو کاروباري صمیم وايي چې اوس هم د کندهار سپین بولدک او ځینو نورو ولایتونو کې زړې اوسپنې په ناقانونه توګه پاکستان ته لېږدول کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي چې له زړو وسپنو بار سلګونه موټر د کندهار د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ځي چې پکې مات کانټینرونه، د موټرو پرزې او نورې بلابېلې اوسپنیزو توکي شامل دي او که یې مخه ونه نیول شي، په راتلونکي کې به د ننګرهار او کندهار د وسپنو د ویليکولو کارخونې په ټپه ودرېږي.
په همدی حال کې د اوسپنې د فابریکو لرونکو ټولنې مشر عبدالنصیر رښتیا وایي، د اسلامي امارت چارواکو د ده په ګډون یو پلاوی کندهار ته استولی وو چې هلته د وضعیت ارزونه وکړي.
نوموړی وايي چې کندهار کې شاوخوا ۶۰ زره ټنه زړه اوسپنه موجوده وه او صنعتکارانو وړاندیز وکړ چې دا شمېر وسپنه په دوی وپلوري، خو د هغه په وینا چې هغوی لا هم دې ته نه دي چمتو شوي چې اوسپنه پر دوی وپلوري.
هغه ټينګار کوي چې ګاونډي هېوادونه غواړي د افغانستان بازار د دوی په لاس کې وي.رښتیا همداراز زیاتوي، ګاونډیان اوږده تګلاره لري چې په افغانستان کی تولیدات ونه شي او خام مواد یی واېستل شي.
په ورته مهال د چارواکو په وینا، اوس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اوسپنې ویلېکولو شاوخوا ۴۲ فابریکې فعالیت کوي چې د ګاډرو او ګول سیخ ترڅنګ د المونیمي چودني توکو او نورو بېلابېلو توکو تولیدي کارخانې فعالیت کوي. د راپورونو پر اساس په یادو کارخونو کې لسګونه زره کسان په کار بوخت دي. خو نورو هېوادونو ته د خام توکو قاچاق بیا د کورنیو تولیداتو مخه ډب کولای شي.