د ناروې په بلنه د اسلامي امارت یو پلاوی دغه هېواد ته روان شوی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشري د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د ناروې په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شوی دی. د رپوټونو له مخې، د امریکا او ناروې استازي او د اسلامي امارت چارواکي او یو‌شمېر مدني فعالان به د ناروې په اوسلو غونډه کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د بایډن څرګندونې درواغ بللي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته چې ویلي و، د یوه حکومت لاندې د دغه هېواد یو موټی کول ناشوني دی، غبرګون ښودلی او هغه یې درواغ بللي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي، د بایډن دا خبره چې افغانستان د امپراطوریو هدیره ده، په خپله د افغانانو د یووالي ښکارندوینه کوي.

ترکیه او قطر به ډېر ژر د هېواد د پنځو هوايي ډګرونو چارې سمبال کړي

د اسلامي امارت مسوولان وايي چې د کابل په ګډون د هېواد د پنځو هوايي ډګرونو د امنیت او تخنیکي چارو په تړاو له ترکیې او قطر هېوادونو سره یوې هوکړې ته نږدې شوي دي. ټاکل شوې چې د کابل، کندهار، هرات، مزار او خوست ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه بله ناسته راتلونکې چهارشنبې په دوحه کې ترسره شي.

کابل کې جنايي جرمونه؛ وسله‌والو غلو يو ځوان د موبایل لپاره وژلى

۲۲ کلن علي‌ سجاد محمدي څلور ورځې مخکې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د وسله‌والو غلو له لوري ټپي او پرون شپه یې د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه. د دغه ځوان د کورنۍ غړي وايي چې وسله‌والو غلو له علي څخه د موبایل او پيسو له اخیستلو وروسته پر نوموړي ډزې کړي دي. علي سجاد څو ورځې په روغتون کې بستر وو او پرون شپه یې ساه ورکړه او نن د خپل پلار ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.

د هېواد د لوېدیځې حوزې صادرات ۴۰سلنه زیات شوي

د هېواد د لوېدیځې حوزې د صادروونکو ټولنې رییس سلام‌وطندار ته وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د تولیدي توکو د صادراتو په کچه کې ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی او دوی توانېدلي چې د څه باندې ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات وکړي.

د ایران ولسمشر: افغانستان کې د تلپاتي ثبات یوازینۍ لار د ټول‌ګډونه حکومت جوړول دي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي روسیې ته د خپل سفر پرمهال د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي او دواړو لوریو په افغانستان کې د رامنځته کېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. ابراهیم رییسي ویلي، افغانستان کې د تلپاتي ثبات یوازینۍ حل لار د ټول‌ګډونه حکومت جوړول دي.

د کارګرانو سازمان: څه باندې نیم میلیون افغانان وزګاره شوي

د کارګرانو نړیوال سازمان ویلي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، څه باندې نیم میلیون کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. دغه سازمان په یوه تازه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې افغانستان کې روان ناورین د دغه هېواد اقتصاد له پښو غورځولی او د کار بازار یې اغېزمن کړی دی.

رییس‌الوزرا: اسلامي هېوادونه دې زمونږ رسمیت پېژندنه کې له نورو مخکې شي

د اسلامي امارت په مشري حکومت نن په کابل کې په لومړي ځل د افغانستان اقتصاد تر سرلیک لاندې کنفرانس جوړ کړ. په دغه کنفرانس کې د اسلامي امارت رییس الوزرا وویل، هغه ټول شرطونه چې د یوه نظام د مشروعیت لپاره اړین دي، اسلامي امارت بشپړ کړي او هېوادونه باید د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

اسلام‌کلا کې موټر چلوونکي: ایرانیان راڅخه باج اخلي

د اسلام‌کلا ـ هرات لویې لارې یو‌شمېر موټرچلوونکي چې ایران ته تګ راتګ کوي وايي، له پولې هاخوا د ایران پارکینګونو کې هېڅ موټرچلوونکي د امنیت احساس نه‌کوي او د اخاذیو ترڅنګ یې وسایل هم د ایرانیانو له‌خوا غلا کېږي.

ملګري ملتونه: د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض د اندېښنې وړ دی

 د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د کارپوهانو  یوې ډلې ویلي چې د اسلامي امارت مشران د ښځو او نجونو پر وړاندې په پراخه توګه د تاوتریخوالي او جنسیتي تبعیض د بنسټیز‌ه‌کېدو هڅې پیل کړي دي. دوی په ټولنه کې د ښځو د فعالیت او حضور په اړه د سختو محدودیتونو لګول«په ټولییزه توګه ښځو او نجونو ته د سزا» ورکولو په معني بولي.

د بیان ازادۍ کور: د افغانستان رسنۍ بشپړه خپلواکي نه لري

د بیان ازادۍ کور د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره رسنۍ په جدي توګه زیانمنې شوي او له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي دي. د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان رسنۍ په بشپړه توګه خپلواکي نه لري او په سیستماتیک ډول تر سانسور لاندې دي.