اسلامي امارت د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنيزو بنسټونو د فدراسیون خبري غونډه لغوه کړه

ټاکل شوې وه نن د افغانستان د رسنیو او د خبریالانو بنسټونو فدراسیون له‌خوا په هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو وضعیت په اړه یوه غونډه جوړه کړي، خو د یاد فدراسیون غړي وايي چې د ناستې د جوړېدو اجازه نه ده ورکړل شوې او د اسلامي امارت مسوولانو دغه غونډه لغوه کړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، ټاکل شوې چې د دغه سازمان امنیت شورا نن د افغانستان وضعیت څېړنې په موخه غونډه جوړه کړي.

یوناما ویلي چې تمه ده دغه ناسته نن د افغانستان په وخت ۷:۳۰ دقیقې پیل شي او مشري به یې د ناروې لومړی وزیر یوناس سټوره پر غاړه ولري.

بښنې سازمان: اسلامي امارت دې تمنا پریاني او پروانه ابراهیم‌خېل خوشې کړي

د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې د دوو معترضو ښځینه فعالانو تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم‌خیل د ناڅرګند برخلیک په اړه چې ویل کېږي د اسلامي امارت له‌خوا نیول شوي، اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د دغه مېرمنو د نیولو په صورت کې هغوی دې د کوم شرط پرته ژر تر ژره خوشي کړي.

امیرخان متقي په اوسلو کې له فرانسوي چارواکو سره لیدلي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا- پاسفیک څانګې له رییس برټر انډ لوتهوري او د سوېلي اسیا څانګې له رییس ډیمین سره د ناروې هېواد په اوسلو کې لیدلي دي.

اسلامي امارت د اوسلو غونډه له لاسته‌راوړنو ډکه بولي

د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په تړاو درې ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه چې د اسلامي امارت پلاوي هم په‌کې ګډون کړی دی.

په یاده ناسته کې له افغانستان سره پر بشري مرستو، ښوونې او روزنې، بشري حقونو، روغتیا او د امریکا له لوري د افغانستان څه باندې ۹ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګنګل شویو شتمنیو پر ازادېدو خبرې اترې شوي دي.

بلنکېن له خپل قطري سیال سره له افغانستانه د تخلیې بهیر پر بیا پیل غږېدلی

د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان څخه د امریکايي وګړو او د افغان همکارانو د اېستلو بهیر د بیا پیل په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د انتوني بلنکېن او د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني دغه خبرې پرون په خپله لیدنه کې کړې دي.

اوسلو غونډه کې پر کار، زده‌کړو او سیاسي ګډون د ښځو ټینګار

د ناروې په اوسلو غونډه کې د افغان ښځو په استازیتوب یوې افغان مېرمنې هدا خموش وینا وکړه او افغانستان کې یې د ښځو پر کار، زده‌کړو او سیاسي ګډون ټينګار وکړ. فاطمي زیاتوي، د افغان معترضو مېرمنو د استازې وینا باید له شرط پرته د کار او زده‌کړو حقونو ورکړه او په سیاسي برخه کې د ښځو پر ګډون راڅرخېدای.

بښنې نړیوال سازمان: اسلامي امارت دې د نجونو ښوونځي پرانیزي

بښنې نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان کې نجونې له څو میاشتو راهیسې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري او د زده‌کړو له بنسټیز حق څخه محرومې شوې دي. د بښنې نړیوال سازمان ټينګار کړی، سربېره پر دې چې په ملي او نړیواله کچه فشارونه راوړل کېږي، خو تراوسه د اسلامي امارت له لوري نجونو ته د زده‌کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.

ناروې ناسته کې د افغانستان هوساینې لپاره پر ګډ کار ټينګار شوی

د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي، افغان سیاستوالو، مدني فعالانو او د امریکا او اروپا استازو ترمنځ ناسته ترسره شوه. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د دې غونډې ګډونوالو د هېواد د اوسني وضعیت په اړه بحث او خبرې کړي.

ناپېژانده وسله‌والو تخار کې د اسلامي امارت یو سرتېری په ډزو وژلی

تخار کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي سلام‌وطندار ته وویل، د اسلامي امارت یو تن سرتېری ګلبدین چې په صداقت مشهور و، د دغه ولایت د مرکز تالقانو ښار په زرګري سیمه کې د ناپېژانده وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

هرات کې د تېرې شپې د چاودنې قربانیان خاورو ته وسپارل شول

د هرات جبریل ښارګوټي کې په خاتم‌الانبیا جامع جومات کې د تېر ماښام د چاودنې د قربانیانو د جنازې مراسم ترسره شول. د دې پېښې د قربانیانو یو‌شمېر کورنۍ وايي، نور یې هېواد کې د امنیت ټينګښت هیلې له لاسه ورکړي او هره ورځ د خونړیو پېښو او د خپلو خپلوانو له لاسه ورکولو شاهدان دي.

هند او پاکستان افغانستان ته د مرسته شویو غنمو پر لېږد هوکړه کړې

هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه هېواد له پاکستان سره هوکړې ته رسېدلی چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د هند مرسته شوي غنم ولېږدوي. په رپوټ کې راغلي چې تمه ده د زرګونو باروړنکو موټرو دغه جوپه د روان میلادي کال د فبرورۍ په لومړیو کې افغانستان ته ولېږدول شي.