د بادغیس ولایت یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت د کلیوالو سیمو اوسېدونکي له کلونو راهیسې د بېوزلۍ له امله ونې په ځانګړې توګه د ارچې ونې پرېکوي او په ژمي کې د سوند موادو په توګه ورڅخه ګټه اخلي.
دوی په دغه ولایت کې د میوهلرونکو او نورو ونو د پرې کولو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له مسوولانو غواړي چې د ځنګلونو د وهلو مخه دې ونیسي او له سرغړونکو سره دې قانوني چلن وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بادغیس یوه اوسېدونکي محمدفهیم هاشمي سلاموطندار ته وویل، «د دغه ولایت د یوه اوسېدونکي په توګه د هېواد له مشرانو هیله کوم چې په دغه ولایت کې د ځنګلونو په ځانګړې توګه د ارچې ونو د وهلو مخه ونیسي، څو مونږ یو پاک او ښکلی چاپېریال ولرو.»
د بادغیس ولایت د کرنې یوشمېر کارپوهان په دې باور دي چې د ونو او ځنګلونو وهل د خاورې د خرابېدو او چاپېریال کې د هوا د ککړتیا لامل کېږي.
د کرنې چارو کارپوه شمسالحق شمس ټينګار کوي چې د اسلامي امارت سیمهییز مسوولان باید د ونو وهلو څخه د مخنیوي لپاره د یاد ولایت اوسېدونکو ته بدیل پیدا کړي، څو ژمي کې ځانونه او خپل کورونه پرې تاوده کړي. د نوموړي په وینا، په دغه برخه کې د کلیو اوسېدونکو ته عامه پوهاوی هم کولای شي، اغېزمن واوسي.
په همدې حال کې د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ارچې ونو ډېری برخه کې په مخکیني حکومت کې وهل شوي دي.
د بادغیس د کرنې او مالدارۍ رییس محيالدین بشري ټينګار کوي چې اسلامي امارت اوس په ټولو ولسوالیو کې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړي ټيمونه پر دندو ګومارلي دي.
د بادغیس د محلي مسوولانو په وینا، د ارچه ونو ډېری برخه د دغه ولایت په بندسبزک، دره جوال ابکمري، ګنبد قادس او شهر ارمان سیمو کې شتون لري.
له دې وړاندې هم د بادغیس ولایت محلي مسوولانو او اوسېدونکو په وار وار په دغه ولایت کې د ونو او ځنګلونو د وهلو په اړه اندېښنه څرګندونه کړې وه او له اړوند مسوولانو یې غوښتني وو چې مخه یې ونیسي.