
طالبانو په پکتیا کې ۲۰۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي
د پکتيا ولایت اړوند د زرمت ولسوالي اوسېدونکو په مرکز ګردېز ښار کې د يوې ناستې پر مهال اندېښنه وښوده چې په دې ولسوالي کې د ناامنيو له زياتېدلو او د طالبانو د ګواښونو له کبله له ۲۰۰۰ زياتې کورنۍ بېځايه شوي او په دغه ولسوالي کې جګړې زور اخیستی چې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او او نه شي کولای چې د خوراکي توکو د رانیولو لپاره له کورونو څخه ووځي.














